د عراق په صدر ښار کې موټر بم چاودنې ۷۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې. ځایي رسنیو د چارواکو له قوله خبر ور کړی، چې چاودنه په صدر ښار کې له ګڼې ګوڼې په یوه ډك مارکېټ کې شوې، چې له امله یې یوولس تنه وژل شوي
د عراق په صدر ښار کې موټر بم چاودنې ۷۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
ځایي رسنیو د چارواکو له قوله خبر ور کړی، چې چاودنه په صدر ښار کې له ګڼې ګوڼې په یوه ډك مارکېټ کې شوې، چې له امله یې یوولس تنه وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.
یاده چاودنه پرون ناوخته په داسې حال کې را منځته شوې، چې په یوه مارکیټ کې لسګونه کسان پر ورځنۍ سودا اخیستلو بوخت وو.
دا چاودنه په هغه سیمه کې شوې، چې دوه ورځې وړاندې هم یو ځانمرګي برید کې پكې۵۴ کسان ووژل شول.
تر اوسه د دغې تازه چاودنې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


