راپورونه وایي، د پاکستان د پنجاب ایالت د کورنیو چارو پر وزیر کرنل شجاع خانزاده په اټک سیمه کې ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې نوموړی سخت ټپي شوی دی.
راپورونه وایي، د پاکستان د پنجاب ایالت د کورنیو چارو پر وزیر کرنل شجاع خانزاده په اټک سیمه کې ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې نوموړی سخت ټپي شوی دی.
پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله ویلي، چې ځانمرګي بریدګر د شجاع خانزاده په کور كې نن تر غرمې وړاندې برید کړی، چې له امله یې کور په بشپړ ډول نړېدلى او د خاورو لاندې له شلو تر پنځه ویشت کسانو پورې د مړو وېره څرګندېږي.
ویل کیږي، د پنجاب ایالت کورنیو چارو ایالتي وزیر پخپل هستوګنځي کې یوې غونډې ته وینا کوله، چې ځانمرګي بریدګر چاودېدونکي توکو ته چاودنه ور کړه.
د پاکستان جیو خصوصي تلویزیون د چارواکو له قوله ویلي، چې د تازه معلوماتو په اساس په دې ځانمرګي برید کې درې کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د پنجاب ایالت ایالتي مشر وزیر شهباز شریف د پېښې د څېړنې امر کړی دی.
تر اوسه د دې برید مسؤلیت چاپر غاړه نه دی اخیستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


