په خوست ولايت کې د چينار په نوم پيل شويو سياليو کې پرون تر غرمې وروسته لوبه د خوست بادشاه لوبډلې وګټله. دغه لوبه د خوست بادشاه او کوهاټ لوبډلو ترمنځ وه، چې لومړۍ توپ وهنه د خوست بادشاه لوبډلې وکړه.
په خوست ولايت کې د چينار په نوم پيل شويو سياليو کې پرون تر غرمې وروسته لوبه د خوست بادشاه لوبډلې وګټله.
دغه لوبه د خوست بادشاه او کوهاټ لوبډلو ترمنځ وه، چې لومړۍ توپ وهنه د خوست بادشاه لوبډلې وکړه.
د خوست بادشاه لوبډلې لوبغاړو په ټاکل شويو شلو اورونو کې ۱۴۳ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې د لوبې د ګټلو لپاره ۱۴۴ منډې هدف وټاکه.
وروسته د کوهاټ لوبډلې د هدف پوره کولو په هدف لوبه پيل کړه، خو په ۱۸ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۱ منډې وکړې او لوبه د خوست بادشاه لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د دې سيالۍ غوره لوبغاړي شاهد مندوزی، چې ۶۳ منډې يې کړې وې او نورالحق ملکزی، چې ۳ لوبغاړي يې سوځولي وو، اعلان شول.
نن به د مزار او لوګر او د خوست بادشاه او خوست شاهين الېون لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شي.
دا لوبې په خوست کې پر نوي جوړ شوي خصوصي لوبغالي روانې دي، چې اووه لوبډلې په کې برخه لري او اتلې لوبډلې ته ۵۰ زره افغانۍ جايزه ورکول کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


