ads

د افغانستان الف لوبډلې سريلانکا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په يوه ورځنۍ سيالۍ کې د سريلانکا الف لوبـډلې ته ماتې ورکړه. د افغانستان دکرکټ له مطبوعاتي دفتره کليد ته په راستول شوې خبرپاڼې کې راغلي، دا يو ورځنۍ لوبه چې پرون د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کې ترسره     د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په يوه […]

نویسنده: TKG
23 زمری 1394
د  افغانستان الف لوبډلې سريلانکا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په يوه ورځنۍ سيالۍ کې د سريلانکا الف لوبـډلې ته ماتې ورکړه. د افغانستان دکرکټ له مطبوعاتي دفتره کليد ته په راستول شوې خبرپاڼې کې راغلي، دا يو ورځنۍ لوبه چې پرون د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کې ترسره

 

 

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په يوه ورځنۍ سيالۍ کې د سريلانکا الف لوبـډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان دکرکټ له مطبوعاتي دفتره کليد ته په راستول شوې خبرپاڼې کې راغلي، دا يو ورځنۍ لوبه چې پرون د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کې ترسره شوه پچه يې سريلانکا وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

خبرپاڼې زياته کړې چې  دغې لوبـډلې په ټاکل شويو ٥٠ اوورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٩ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته يې د ٢٤٠ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري پياوړي توپ اچوونکي حمزه هوتک د سريلانکا شپږ لوبغاړي وسوځول، حشمت الله شهيدي دوه او فريد ملک يو لوبغاړى وسوځاوه.

هوتک وايي، چې افغانستان ياد هدف د يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته په ٤٩ اوور کې ترلاسه او لوبه يې  وکړه.

د افغانستان له لوري  حشمت الله شهيدي ٨٧ او نور علي ځدراڼ ٥٣ منډې جوړې کړې.

حشمت الله شهيدي او حمزه هوتک د سيالۍ غوره لوبغاړي ونومول شول.

د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې افغانستان په دوو څلور ورځنيو سياليو کې هم د سريلانکا دغې لوبـډلې ته ماتې ورکړې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA