د عراق امنيتي چارواکي وايي، په پلازمېنه عراق کې له ګڼې ګوڼې په يوه ډک مارکېټ کې موټر بم بريد ۶۶ تنه وژلي او ۲۰۰ نور يې ټپيان کړي دي د عراق امنيتي چارواکي وايي، په پلازمېنه عراق کې له ګڼې ګوڼې په يوه ډک مارکېټ کې موټر بم بريد ۶۶ تنه وژلي او ۲۰۰ نور يې ټپيان کړي دي.
رويټرز خبرې اژانس د عراقي پوليسو له قوله ويلي، دا بريد نن سهار شاوخوا ۶ بجې هغه مهال رامنځته شو چې د چاودېدونکو مواد څخه ډک يو لارۍ موټر د ښار په منځ کې وچاودېد.
ورورسته تر دې چې حيدر العبادي د عراق لومړی وزير شو دا په دې هېواد تر ټولو لويه چاودنه ده .
تر اوسه کومې ډلې د دې بريد مسوليت نه دی منلی.


