په خوست کې د چینار په نوم د پیل شویو کرکټ سیالیو په ترڅ کې پرون له غرمې وروسته د خوست بادشاه او مزار لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه. په خوست کې د چینار په نوم د پیل شویو کرکټ سیالیو په ترڅ کې پرون له غرمې وروسته د خوست بادشاه او مزار لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.
د لوبې لومړۍ توپ وهنه خوست بادشاه لوبډلې وکړه چې د ټولو اورونو په لوبولو سره یې ۱۲۵ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۲۶ منډو هدف ورکړ.
ورپسې د بلخ ولایت د عبدالله مزاري لوبډلې هدف ته د رسېدو لپاره لوبه پیل کړه چې د ټولو اورونو په لوبولو سره یې ۱۱۹ منډې د نهو لوبغاړو په مټ وکړې او په دې ترتیب یې د خوست بادشاه لوبډلې ته لوبه وبایلوده.
ددې سیالۍ غوره لوبغاړی فضل نیازی اعلان شو.
ټاکل شوې، نن له نورو ورځو خلاف له غرمې وړاندې د لوګر او کوهاټ لوبډلو ترمنځ او له غرمې وروسته د کابل المبارک او خوست بوم بوم لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.


