ads

ښار د ټولو ګډ کور دی!

د ودان افغانستان ګوند غړيو د پکتيا مرکز ګردېز ښار يو ځل بیا په دې خاطر له خځلو او پلاستيکونو پاک کړ، چې له يوې خوا ښاريان دې ته متوجه شي، چې ښار د ټولو کور دی او له بلې خوا د اشر تاريخي پديده راژوندۍ کړي. د دوی په نظر په دې سره به […]

نویسنده: TKG
21 زمری 1394

د ودان افغانستان ګوند غړيو د پکتيا مرکز ګردېز ښار يو ځل بیا په دې خاطر له خځلو او پلاستيکونو پاک کړ، چې له يوې خوا ښاريان دې ته متوجه شي، چې ښار د ټولو کور دی او له بلې خوا د اشر تاريخي پديده راژوندۍ کړي. د دوی په نظر په دې سره به ولسي خلک په دې فکر کې شي، چې ټولنيز کارونه د ټولو هڅو ته اړتيا لري.

 

 

د ودان افغانستان ګوند غړيو د پکتيا مرکز ګردېز ښار يو ځل بیا په دې خاطر له خځلو او پلاستيکونو پاک کړ، چې له يوې خوا ښاريان دې ته متوجه شي، چې ښار د ټولو کور دی او له بلې خوا د اشر تاريخي پديده راژوندۍ کړي. د دوی په نظر په دې سره به ولسي خلک په دې فکر کې شي، چې ټولنيز کارونه د ټولو هڅو ته اړتيا لري.

د دې ګوند یو فعال سيدالرحمان نيازی وايي، چې د ښار پاکولو کلتور بايد د سياسي او مدني ډلو له لوري عام شي. د ده په باور که چېرته ښاريان خپل ښار پاک وساتي او وخت پر وخت د دې لپاره اشرونه تر سره کړي؛ نو په راتلونکې کې هغه بودجه چې د ښار پاکولو لپاره ځانګړې کېږي، په حياتي او پرمختيايي چارو به ولګول شي.

نوموړی وايي، هغه کلتوري ارزښتونه چې زموږ د ټولنيز ژوند د بساينې او پرمختګونو لپاره موثر دي، بايد هېر نه شي.  نيازی د اشر د کلتور د ژوندي کېدو تر څنګ د ښارپاکولو او د ياد كمپاين په باره كې وايي:(( دلته خلک د ښار د چټليو غم نه خوري او ټول داسې فکر کوي، چې ښار بايد يوازې ښاروالي پاک کړي، خو داسې نه ده، ټول بايد د ښار په پاکۍ کې برخه واخلو.)) نيازي زياته كړه:(( زموږ پيغام همدا دی، چې بايد ټول ښاريان د ښاروالۍ له ادارې سره په همغږۍ کار وکړو او بل دا چې موږ د اشر ډېر ښه کلتور لاره، خو اوس اشرونه نه کېږي. د اشر پر مټ موږ ګڼ ټولنيز کارونه کولای شو او دا دود هم بايد راژوندی شي.))

د ګردیز ښاروال انجنير اغا محمد سيدي د ودان افغانستان ګوند د فعالينو دا اقدام ستايي، چې د عامه پوهاوي د کچې د لوړېدو او ښار پاک ساتلو لپاره يې ډله یيز کمپاين پيل کړی. دی له ښاريانو غواړي، چې د ښار پاکۍ او نظافت ته دې هر وخت پام وکړي او د ښار پاکولو فرهنګ دې عام کړي.

د ګردېز ښار اوسېدونکي هم په دې خوښي ښيي، چې په ښار کې يې يوه ډله ځوانان په رضاکاره توګه فعالیتونه ترسره کوي. دوی وايي، له دې سره نور ښاريان هم تشويقېږي، چې د ښار په پاکي او نظافت کې برخه واخلي. حاجي محمد رحيم د ګردیز ښار يو سوداګر دی، نوموړی د ښار په پاک ساتلو او نظافت ټينګار کوي: (( ښار د ټولو مشترک کور دی او ټول بايد ورته يو شان توجه وکړي، زموږ له ښاريانو او ښاروالۍ تقاضا ده، چې د ښار د پاک ساتلو او نظافت خيال وساتي.))

بل لور ته په ګردیز کې يو شمېر روغتياپال د روغتيا لپاره پاک چاپېريال اړين بولي او له ښاريانو غوښتنه کوي، چې بايد خپل چاپېريال ته ډېره پاملرنه وکړي. جنت ګل په ګردیز ښار کې د داخله ناروغیو او ماشومانو ډاکتر دی، نوموړی د ګردیز ښار چټلۍ خطرناکې بولي:(( که ښار همداسې چټل پاتې شي؛ نو له دې سره به په ښار کې ګڼې ساري ناروغۍ خپرې شي، موږ له ښاريانو او ښاروالۍ غواړو، چې د ښار د پاکۍ او نظافت په برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.))

دا لومړی ځل دی، چې د پکتيا په مرکز ګردیز کې د ودان افغانستان د ارمانجنو له لوري د چاپېريال د پاک ساتنې او د ښار په پاکۍ کې د ټولو خلکو د ګډون په خاطر د عامه پوهاوي يو پراخ پروګرام ترسره کېږي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA