ads

پر نيم متر مربع ځمکې شخړې، په سولې پای وموند

پر نيم متر مربع ځمکه شوې لانجې يو کس ته ژور ټپونه واړول او دوو کورنيو ته یې د دوښمنۍ دروازه پرانسته، خو قومي مخورو همدا لانجه په اسانۍ اواره کړه، چې دا وخت دواړه لوري پرې خوښ برېښي. پر نيم متر مربع ځمکه شوې لانجې يو کس ته ژور ټپونه واړول او دوو کورنيو […]

نویسنده: TKG
21 زمری 1394
پر نيم متر مربع ځمکې شخړې، په سولې پای وموند

پر نيم متر مربع ځمکه شوې لانجې يو کس ته ژور ټپونه واړول او دوو کورنيو ته یې د دوښمنۍ دروازه پرانسته، خو قومي مخورو همدا لانجه په اسانۍ اواره کړه، چې دا وخت دواړه لوري پرې خوښ برېښي.

پر نيم متر مربع ځمکه شوې لانجې يو کس ته ژور ټپونه واړول او دوو کورنيو ته یې د دوښمنۍ دروازه پرانسته، خو قومي مخورو همدا لانجه په اسانۍ اواره کړه، چې دا وخت دواړه لوري پرې خوښ برېښي.

حاجي فاروق د لانجې د يو ښکېل لوري د کور مشر دی، چې د بصير له کورنۍ سره يې د کورنۍ غړو پر نيم متر مربع ځمکه لانجه تر نښتې رسولې وه او د مقابل لوري يو کس په دې نښته کې ژور ټپونه خوړلي دي. دی له قومي مخورو مننه کوي، چې په ننواتي يې د دوښمنۍ تر سرحده، رسېدلې لانجه ورته اواره کړه: ((پر نيم متر مربع ځمکه مو لانجه وشوه، زموږ کور ته څېرمه يوه وياله تېره شوې، چې کليوال پرې کروندو ته اوبه تېروي. دا وياله زموږ او د بصير د ځمکو تر منځ تېره شوې. پر وياله مو پل تاړه، چې د پل جوړېدو پر مهال مو د ځای د غوراوي پر سر لانجه راغله، يو لوري ويل، چې نيم متر ځمکه به يو لوري ته ونيسو، بل لوري ويل، چې بل لوري ته به نيم متر ځمکه ونيسو، خو په دې مو لانجه راغله، بالاخره مو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه.))

دا لانجه د تېرې روژې مياشتې په ۳مه رامنځ ته شوه، چې د عبدالحميد په نوم يو کس په کې ژور ټپونه وخوړل او نږدې پنځلس ورځې په روغتون کې بستر و. لانجې د روژې مياشتې په ۲۷مه د ګردېز د قومي مخورو له لوري پای وموند.

دا لانجه د پکتيا مرکز ګردېز ښار لويدېځې څنډې ته د شېخانو په کلي کې د دوو کورنيو تر منځ شوې وه. د لانجې ښکېل لوري وايي، چې د ټپي پر درملنه او جرګو يې څه دپاسه يو لک افغانۍ لګښت وشو. د دوی په خبره، حال دا چې په همدې سيمه کې د نيم متر مربع ځمکې قیمت له ۵۰۰ افغانیو نه لوړېږي.

حاجي فاروق وايي، زموږ وړه لانجه اوږده شوه، چې په پای کې مو تر منځ نښته رامنځ ته شوه، په نښته کې مو له کوتکو او ډبرو هم کار واخست. نوموړی وايي، چې لانجه يې قومي مخور اواره کړې او اوس دواړه لوري د اواري شوې لانجې په پرېکړه خوشحاله دي.

د لانجې دواړه لوري د تره زامن دي. دوی وايي، چې ټول عمر يې په دوستانه ډول يو له بل سره ژوند کړی و، خو دوستي يې نيم متر مربع ځمکې د دوښمنۍ تر سرحده ورسوله. دوی دواړه لوري په شوې لانجه پښېمنانه دي او له نورو خلکو غوښتنه کوي، چې داسې لانجې دې نه کوي. فضل الدين د شېخانو کلي يو تن قومي مشر وايي، زموږ د دوو کورنیو چې د تره زامن وو، يو له بل سره په معمولي خبره جګړه وګړه:((دې ځمکې هيڅ ارزښت نه لاره، خو بس هسې خبرې سره اوږدې شوې او يوه پېچلې منازعه ترې جوړه شوه.))  دی وايي:(( که قومي مخورو منځګړتوب نه وای کړې، دا وړه لانجه به په دوښمنۍ بدله شوې وه، خو ښه و، چې د قومي مخورو د پرېکړې پر اساس لانجه پای ته ورسېده او دواړه لوري پرې راضي دي.)) حاجي فضل الدين د پېښې په باره کې وړاندې وايي:(( دا پل چې لانجه پرې وشوه، د ټول کلي مشترک پل دی او د لانجې ښکېل لوري هم د نورو کليوالو په څېر له دې پل او ويالې څخه استفاده کوي، خو کله چې د پل د جوړېدو په وخت کې لانجه رامنځ ته کېږي؛ نو دا بيخي د حيرانۍ خبره ده ځکه چې لانجې ته په کتو، جنګ او دوښمنيو او د لانجو بدو پايلو ته په کتو دا ځمکه چې لانجه پرې وشوه، هيڅ ارزښت هم نه لري.))

قومي پرېکړه

قومي مخورو په پکتيا کې ګڼې داسې لانجې اوارې کړې دي. د ګردېز د قومي مخورو د شورا غړی حاجي افاق وايي، چې  شېخانو کلي د دوو کورنيو تر منځ لانجه يې ژر او په اسانۍ اواره کړه. دی وايي، لومړی يې دواړو لوريو ته مراجعه وکړه، چې د پېښې په رښتينې کيسه ځان خبر کړي، له هغه وروسته يې له نورو قومي مخورو سره سلامشورې وکړې، چې په پايله کې لانجه په سوله یيز ډول اواره شوه.

حاجي افاق د اوارې شوې لانجې په باره کې وړاندې وايي:((موږ د حاجي فاروق د کورنۍ له لوري د بصير کورنۍ ته چې د کور يو غړی(عبدالحميد) يې په دې پېښه کې ټپي شوی و، د ننواتې په شکل ورغلو او هلته مو جرګه پرې وکړه، د هغوی دې کور ودان وي، زموږ عذر يې ومانه او مقابل لوری يې وباښه.)) حاجي افاق وايي، چې يو پسه يې په ننواتي کې د بصير کورنۍ ته وروست، چې بالاخره لانجه او د دوښمنیو پيلامه په همدې ننواتې پای وموند. دی په دې اړه وړاندې وايي:((موږ مخکې له مخکې پرېکړه ليک ليکلی و، هغه مو له ځان سره واخست او د بصير په کور کې مو دواړو لوريو ته ورکړ، د رضايت په صورت کې مو په پرېکړه ليک د دواړو لوريو ګوتې ولګولې او د دواړو لوريو تر منځ لانجه په سوله یيز ډول پای ته ورسېده.)) دی وايي، په پرېکړه ليک کې ليکل شوي وو، چې دواړه لوري به نور يو له بل سره  په خوښۍ  ژوند کوي.

د حاجي افاق په خبره؛ د دې لانجې په اواري کې قومي مخورو خپل رول ثابت کړ او داسې يوه لانجه چې دواړو لوريو يو او بل ته پېغورونه او اخطارونه ورکول، دوی په سوله یيز ډول اواره کړه او اوس دواړه لوري د سولې او امن په فضا کې ژوند لري. قومي مخور حاجي ظاهر اورياخېل وايي، د قومي مخورو تر څنګ دا وخت مدني ټولنو هم د شخړو په اواري کې بارز رول لرلی دی:((رسنۍ او مدني ټولنې هم د قومي شخړو په اواري کې موثر رول لري او موږ دې حالت ته خوشبينه يو، چې افغاني ټولنه د مدنيت لوري ته روانه ده.))

د دواړو لوريو رضايت

د لانجې دواړه لوري هم خوښ دي، چې يو له بل سره د دوستۍ ژوند لري.  دوی وايي که ترمنځ يې دوښمني اوږده شوې وای، هيڅ ګټه به يې ورته نه وه کړې او يو بل ته به يې په لويه کچه تاوانونه اړولي وو.

حاجي فضل الدين همدا خبره کوي: (( موږ له قومي مخورو ډېر خوشحاله يو، چې زموږ دوښمنۍ ته يې د پای ټکی کېښود، موږ په اوسني ژوند ډېر خوشحاله يو.)) په لانجه کې ټپي شوی عبدالحميد هم خوشحاله دی، چې قومي جرګې دوی له دوښمنيو او بديو څخه وژغورل. نوموړي کلید ته وویل:((که قومي مخورو منځګړتوب نه وای کړی، دواړو لوريو به د انتقام اخستو هڅه کړې وه او دا لانجه به پسې اوږده شوې وه.))

قومي مخور وايي که څه هم په داسې مسئلو کې د جرګې پرېکړې ځينې وخت يو طرفه وي او لکه څنګه چې لازمه وي، عدالت نه قايمېږي، خو بيا هم ځکه موثرې وي، چې دواړه لوري رضايت پرې حاصلوي. حاجي ظاهر اورياخېل چې په پکتيا کې ګڼې قبيلوي شخړې اوارې کړې دي، د دغه ډول پرېکړو په باره کې خوښي ښيي او وايي، چې دوی هر وخت د لانجو ښکېل لوري دې ته راضي کړي دي، چې نور له شخړو لاس واخلي:((زموږ پر هره پرېکړه ولسي خلک بشپړ رضایت لری او هر وخت يې ښه نتيجه ورکړې ده، کله چې موږ د دوو کسانو په منځ کې منځګړتوب کړی، بيا هيڅ ستونزه نه ده په کې را پيدا شوې.))

وړې ستونزې لویې بدۍ

د پکتيا مرکز ګردېز ـ د شېخانو کلي اوسېدونکي وايي، چې ولسي خلک بايد په معمولي خبرو يو له بل سره دوښمنۍ ونه پالي. دوی وايي، چې د حاجي فاروق او بصير کورنۍ دې لانجې ته وځورولې، چې يو بل سره يې په معمولي خبره جنګ شوی و. دوی وايي، چې خلک بايد له لانجو او شخړو په امان شي.

حاجي فضل الدين د همدې لانجې يو لوری او په سيمه کې بانفوذه کس دی، نوموړی له ټولو هېوادوالو څخه د سوله یيز ژوند غوښتنه کوي او وايي، لانجې او شخړې هيڅ ګته نه لري:((هر ځای چې لانجه او شخړه شوې ده؛ نو له اصلي ملکيته زيات تاوانونه پرې شوي دي.)) قومي مخور حاجي ظاهر اورياخېل هم ورته خبره کوي او زياتوي، چې يوازې د ملکيتونو پر سر لانجې تر دوښمنيو نه رسېږي، بلکې دلته په کليو او بانډو او ان ښارونو کې وړې وړې خبرې په جنګونو او اوږدمهاله شخړو اوښتې دي. دی وايي:((موږ ډېرې داسې مسئلې د قومي جرګې پر اساس اوارې کړې دي، چې دوه کسانو دې له يو بل سره په معمولي خبره اړولي وي او بيا دې همدا مسئله تر جنګه رسېدلې وي، موږ داسې مسئلې هم اوارې کړې دي، چې دوو کسانو دې يو له بل سره ټوکې ټکالې کړې وي او بيا دې هغه ټوکې په جنګ او دوښمنيو اوښتي وي؛ نو منازعې او شخړې هر وخت زيانونه لري او ګټه په کې نشته، خو په کار دا ده، چې ولسي خلک خپله ځانونه اصلاح کړي.))

يوازې د پکتيا مرکز ګردېز اړوند د شېخانو په کلي کې دوه کورنۍ په نيم متر مربع ځمکه تر دوښمنيو نه دي رسېدلې، بلکې دلته په هر کلي کې يوه داسې کيسه تېره شوې، چې تر شا يې لويې، لويې بدۍ پرېښې دي. د شېخانو کلي اوسېدونکي او قومي مخور وايي، چې دلته د يو جرېب ځمکې بيه نږدې اته او يا هم لس لکه افغانۍ کېږي او د  نيم متر ځمکې قیمت له ۵۰۰ افغانیو نه اوړي.

یادونه:

دا دی کلید له تېرو څو میاشتو راهیسې نوښت کړی دی او د سیمه ییزو منازعو د حل اړوند راپورونه خپروي. د دغو راپورونو پایلې ښيي چې سوله او عدم تشدد په هېواد کې ممکن دی. په سلګونه قضیو کې دا واقعیت لیدل شوی دی. د سولې او عدم تشدد دا راپورونه پر کلید او مرسل اوونیزو سربېره د کلید ګروپ د ټولو راډیوګانو له لارې په غږیزه بڼه هم خپرېږي. کوم راپور مو چې ولوست د دغې لړۍ یوویشتم راپور دی چې خپور شوی.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA