ads

د پاكستان دوه ګونى سياست او د افغان حكومت د صبر ډكه كاسه

داسې ښكاري چې د پاكستان د دوه ګوني سياست پر وړاندې د افغان حكومت د صبر كاسه ډكه شوې ده. په تازه توګه جمهور رئيس غني ويلي، پاكستان هغه ډول چې له افغان حكومت سره يې د سولې په برخه كې وعده كړې، پر خپلو خبرو ولاړ نه دى. جمهور رييس غني د پاكستان د […]

نویسنده: The Killid Group
20 زمری 1394
د پاكستان دوه ګونى سياست او د افغان حكومت د صبر ډكه كاسه

داسې ښكاري چې د پاكستان د دوه ګوني سياست پر وړاندې د افغان حكومت د صبر كاسه ډكه شوې ده. په تازه توګه جمهور رئيس غني ويلي، پاكستان هغه ډول چې له افغان حكومت سره يې د سولې په برخه كې وعده كړې، پر خپلو خبرو ولاړ نه دى. جمهور رييس غني د پاكستان د لومړي وزير

داسې ښكاري چې د پاكستان د دوه ګوني سياست پر وړاندې د افغان حكومت د صبر كاسه ډكه شوې ده. په تازه توګه جمهور رئيس غني ويلي، پاكستان هغه ډول چې له افغان حكومت سره يې د سولې په برخه كې وعده كړې، پر خپلو خبرو ولاړ نه دى. جمهور رييس غني د پاكستان د لومړي وزير هغه خبرو ته نغوته وكړه چې ويلي يې و، د افغانستان دښمن د پاكستان دښمن دى، خو نوموړي زياته كړه، افغان لورې تر اوسه د دغه ټكي عملي كېدل نه دې ليدلي.

جمهور رئيس غني په داسې حال كې دا خبرې كوي چې په دې وروستيو كې په هېواد كې نا امني زياته شوي او يو شمېر خونړيو پېښو د زياتو افغانانو ژوند اخيستى دى. جمهور رئيس غني په ورته وخت كې تېره شپه د پاكستان له لومړي وزير نواز شريف او لوي درستيز راحيل شريف سره خبرې كړي او په څرګندو ټكو يې ترې غوښتي چې نور خپل سياست كې بدلون راولي.

له بله بيا د حكومت اجراييه رئيس عبدالله عبدالله د وزيرانو شورا په غونډه كې د سولې په برخه كې د پاكستان پر نيت شك ښكاره كړى. عبدالله عبدالله كه څه هم د سولې په برخه كې د پاكستان خبرې خوږې او نرمې وښودي، خو زياته يې كړه چې پاكستان تر اوسه په دې برخه كې هيڅ راز مرسته نه ده كړې او نه هم پر هغو وعدو ولاړ دى چې له افغان حكومت سره يې د سولې په برخه كې كړي دي.

له وسله والو طالبانو د افغان حكومت د سولې دويم پړاوو مذاكرات وروسته تردې وځنډېدل چې د دې ډلې مشر ملاعمر ومړ. كه څه هم د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت په هماغه ورځ له افغان حكومت سره د طالبانو د مذاكراتو ځنډ د دې ډلې په خوښه او غوښتنه ياد كړ چې وروسته به بيا پيل شي، خو د طالبانو نوې مشر ملا منصور له افغان حكومت سره د سولې مذاكرات رد كړل او دا يې يوه توطيه ياده كړه.

له هماغې ورځې وروسته په افغانستان كې برېدونو هم زور موندلى او يوازې په روانه اونۍ كې په كابل ښار كې څلور لوى بريدونه ترسره شوې چې ګڼه مرګ ژوبله يې اړولې. د دې بريدونو له ډلې د دریو مسوليت يې طالبانو منلى او بل هغه يې چې تلفات يې ټول عام افغانان ول، تر اوسه يې منلو ته چا سينه نه ده ډبولې.

اوس چې افغان حكومت هم د رسۍ سر موندلى او دا يې درك كړې چې پاكستان هيڅكله د افغانانو پر وړاندې له رېښتني سياست كار نه دى اخيستى، نو په كار ده چې په خپلو ننيو څرګندونو كلك ودرېږي او د پاكستان پر وړاندې هغه ډول سياست خپل كړي چې مقابل عكس العمل ولري.

افغان حكومت دې له ياده نه باسي چې ټول ملت يې نور د پاكستان له منافقانه سياست تر پوزې راغلى او د هر هغه اقدام هر كلى كوي چې له مخې يې د دې هېواد پر وړاندې د افغانستان روښانه تګلاره وي.

دا چاره به مرسته وكړي چې افغانان منسجم كړي او هغو ټكو ته يې جدي پام واړوي چې پاكستان تر اوسه د يوې ابزار الې په توګه كارولي او زيان يې ټول ملت ته رسيدلى. كه چېرې افغان حكومت په همدې شكل چې نن يې ياد كړل د پاكستان پر وړاندې ودرېږي، لرې نه ده چې د تور او سپين تفكيك به روښانه او افغانان به خپل ابدي دښمن وپېژني. خو حكومت بيا هم د پاكستان په وركړل شويو وعدو په ړندو سترګو اعتبار وكړ او د وركړل شوي مهلت تر پاى ته رسېدا يې د پاكستان په سياست كې د بدلون له احساس پرته بيا هم ځان غلى كړ، نو وګڼۍ چې نور بايد خپله لاس په كار شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA