د پاکستان امنيتي ځواکونو د شکمنو فعاليتونو د ترسره کولو او د سخت دريځۍ بهير ملاتړ په تور ۳۰ ديني مدرسې بندې کړې. د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان پرون خبريالانو ته وويل، چې د ځانګړو کمېسيونونو په جوړولو سره په ديني مدرسو کې په نوم ليکنې باندې
د پاکستان امنيتي ځواکونو د شکمنو فعاليتونو د ترسره کولو او د سخت دريځۍ بهير ملاتړ په تور ۳۰ ديني مدرسې بندې کړې.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان پرون خبريالانو ته وويل، چې د ځانګړو کمېسيونونو په جوړولو سره په ديني مدرسو کې په نوم ليکنې باندې څارنه زياتېږي، څو شکمن کسان ونه توانېږي د افراط پالنې دودولو او د شکمنو فعاليتونو لپاره د دغو مدرسو له نوم او سپر څخه کار واخلي.
هغه ټينګار وکړ، چې د پاکستان په ديني مدرسو کې د نوم ليکنې لپاره نوی دستورالعمل ټولو ايالتونو ته لېږدول شوی او کوم کسان، چې پرې عمل ونه کړي، سخت چلند به ورسره وشي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د رپوټ له مخې، په پنجاب کې دوه، په سند کې ۱۵ او په خيبر پښتونخوا کې ۱۳ ديني مدرسې د شکمنو فعاليتونو او د ترهګرو د ملاتړ په شک تړل شوې دي.
دا مهال په پاکستان کې زرګونه ديني مدرسې شته، چې لسګونه زره کسان پکې خپلې ديني زده کړې پر مخ بيايي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


