په داسې حال كې چې د نوي حكومت په رامنځته كېدو سره هيلې او خوشبينۍ خورا زياتې شوې وې، خو اوس تقريبا د هېواد په ګوټ ګوټ كې جګړو، بې وزلۍ او شديدې بې كارۍ زرګونه خلك له هېواده وتلو ته اړ كړي او دا مهال يې يوه لويه برخه په اروپايي هېوادونو كې د پناه اخستلو لپاره ستونزمن سفرونه پر ځان ګالي يا په هېواد دننه د بې كورۍ شپې تېروي.
په داسې حال كې چې د نوي حكومت په رامنځته كېدو سره هيلې او خوشبينۍ خورا زياتې شوې وې، خو اوس تقريبا د هېواد په ګوټ ګوټ كې جګړو، بې وزلۍ او شديدې بې كارۍ زرګونه خلك له هېواده وتلو ته اړ كړي او دا مهال يې يوه لويه برخه په اروپايي هېوادونو كې د پناه اخستلو لپاره ستونزمن سفرونه پر ځان ګالي يا په هېواد دننه د بې كورۍ شپې تېروي.
د افغان كډوالو مخ پر زياتېدونكې كچې ملګري ملتونه هم هېښ کړې دي. د ملګرو ملتونو يو راپور چې د روان كال د جوزا په ۲۹مه خپور شو، کاږي، چې تېر كال له هېواده د كډه شويو افغانانو شمېر ۲ اعشاريه ۶ مليونه كسانو ته لوړ شوی دی.
په تركيه كې د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونكو د چارو مسوول انتونيو ګترز وايي، چې دا شمېره د لس کاله پخوا په نسبت ۶۰ په سلو کې زیاتوالی ښيي.
ګترز د دې راپور د خپرېدو پر مهال ويلي، افغانستان اوسمهال په سوريې پسې دويم هېواد دى، چې خلك يې له خپلې خاورې وځي او په كوم اروپايي هېواد كې د سرپناه په لټه كې سرګردانۍ ګالي:(( دا كچه كمېږي نه، بلكې شايد سږكال نوره هم لوړه شي، ځكه د سوريې او افغانستان په شمول يو شمېر هېوادونو كې امنيتي وضعه نوره هم خرابېدونكې اټكلولى شو.))
دغه راز په یوه بل راپور کې چې ازادۍ راډیو خپور کړی ویل شوي چې په تېر ۱۳۹۳ لمریز كال كې افغانستان ته د ستنو شويو كډوالو شمېر د ۱۳۸۳ كال په پرتله تر ټولو ټيټ شمېر و، يعنې په ۱۳۹۳ كال كې افغانستان ته د راستنو شويو كډوالو شمېر له نورو كلونو ډېر ښكته او يوازې د ګوتو په شمېر خلك خپل هېواد ته راستانه شوي وو.
په كابل کې د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو د احصائیې له مخې د تېرو څو لسيزو په نسبت سږكال له افغانستان څخه د خلکو د وتلو شمېر په حيرانوونكي ډول زيات شوى او هغه کډوال چې پخوا په ګاونډيو هېوادونو كې مېشت وو، دا مهال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د ملګرو ملتونو د عالي كمیشنرۍ وياند نادر فرهاد د وروستيو مهاجرتونو په اړه كليد ته ویلي، دا ځل د مهاجرينو لورى د اروپا پر خوا دى او په ۲۰۱۴ میلادي کال كې چې دوى ورته حساب كړى دى؛ نو شاوخوا ۳۸ زره افغانانو په اروپا او نورو هېوادونو كې د قبولۍ لپاره اسناد وركړي دي:(( دې افغانانو په ۴۴ صنعتي هېوادونو كې د پناه غوښتنې اسناد وركړي او اكثرو يې د پناه غوښتنې علت په افغانستان كې مخ پر لوړه روانه ناامني ښودلې ده.))
پر پاسپورټونو بيروبار
له هېواده په غير قانوني ډول د افغانانو د وتلو كچه به زياته وي، خو د ويزې او پاسپورټ په مرسته د هېواد د پرېښودونکو شمېر هم كم نه دى، په كابل كې د پاسپورټ رياست مركزي دفتر وايي، په دې وروستيو كې ورته هره ورځ ۴ زره كسان مراجعه كوي، خو دوى هره ورځ د كمو فني او تخنيكي امكاناتو له کبله يوازې ۲ زره مراجعينو ته پاسپورټونه وېشي. د دې ادارې مشر سيد عمر صبور کلید ته ویلي، دوه کاله مخکې به د پاسپورټ د اخستلو لپاره د دوى د مراجعينو شمېر د ورځې په حساب له ۶۰۰ كسانو نه زياتېده، خو تېر كال دا شمېره د ورځې په حساب زرو تنو، خو اوس په ورځ کې څلورو زرو مراجعينو ته لوړه شوې ده.
نوموړي کلید ته ویلي، چې د پاسپورټ ریاست د پرسونل او امکاناتو د کمښت له کبله یوازې ۲ زره تنو ته په ورځ کې پاسپورټونه وېشلی شي. سید عمر صبور ویلي، پاسپورټ ریاست هره ورځ شاوخوا ۱۲ ملیونه افغانۍ عاید لري. د نوموړي په خبره حکومت باید له دغو عوایدو څخه د پاسپورټ ریاست په وده کې کار واخلي. نوموړی وايي، دم ګړی ۳۵۰ تنه د پاسپورټ د صادرولو په څانګه کې کار کوي او اړتیا ده چې ۱۵۰ تنه نور هم پر دغه شمېر اضافه شي. ښاغلي صبور وویل: که چېرې د دغه ریاست د درې ورځو عاید د پرسونل د زیاتولو او د امکاناتو د پېرلو لپاره ولګول شي، دوی به وتوانېږي چې رامنځته شوی وضعیت مهال کړي.
مجبوريت څه دى؟
د چارو كارپوهان وايي، په هېواد دننه د بيو لوړوالى، د افغانيو راپرېوتل، د كاروبارونو په ټپه درېدل او تقريبا په ټول هېواد كې د شديدو او ګڼو امنيتي مشكلاتو په يو دم راټوكېدل د دې سبب شوي چې افغانان دلته په خپل ژوند بې باوره كړي او هغوى چې دم ګړۍ يو څه پيسې په لاس كې لري، د خپل سر او مال د خونديتوب په تكل اروپا او نورو هېوادونو ته مخه كړې ده.
مدني فعال او شنونكى ډاكټر نعمت الله همدرد همدې ټكو ته په اشاره وايي، حكومت په لومړيو كې د شلو ولايتونو د ناامنۍ او پر هغې يې هم د يو امنيتي پلان له مخې د ژر تر ژره كنټرول ترلاسه كولو خبره كوله، خو اوس په ټول هېواد كې د طالبانو تهاجمي بريدونو، د ولسواليو سقوط او د داعش ډلې راپورته كېدو خلك د خپل ژوند په اړه اندېښمن كړي او هڅه كوي چې د ځانونو لپاره يا د هېواد په لويو ښارونو او يا هم په بهر كې د ژوند زمينه برابره كړي:(( د ناامنۍ، فقر او بې كارۍ پر وړاندې د حكومت د لومړنيو پلانونو نشت او خپله دولت كې تر ننه پورې لانجې د دې سبب شوې چې د خلكو هيلې په نهيلۍ بدلې شي، څوك چې يو څه پيسې او سرمايه لري هڅه كوي، ځان، كورنۍ او مال خوندي كړي، دوى پوښتنه لري چې په هېواد كې يې سر او مال او اولادونه خوندي نه وي؛ نو دوى به دلته څه وكړي؟))
كليد ګروپ يو شمېر هغه كسان هم موندلي دي چې له هېواده د وتو لپاره ځانګړي دلايل لري.
۲۲ كلن نذير جمشیدي د كابل د بيني حصار اوسېدونكى او له حقوقو او سياسي علومو څخه فارغ دى، خو په وينا يې په روزګار پسې له يوې اوږدې دربدرۍ وروسته اړ شوى، چې لومړی په قانوني ویزې تر ايرانه ولاړ شي او له هغه ځایه په ناقانونه توګه اروپا يا كاناډا ته ځان ورسوي: (( څوك په مستۍ له خپل وطنه نه ځي، ما اورېدلي چې په دې ناقانونه لارو د مرګ ګواښ ګام په ګام وي، خو زه د دې لپاره ځم چې مور، پلار او كورنۍ مې چاته د احتياج لاس اوږد نه كړي.))
۳۳ کلن مصطفى چې انجنيري لوستې او دم ګړۍ په يوه مخابراتي شبكه كې كار كوي، وايي كمپنۍ اړ كړى چې ډېرو ناامنه ځايونو ته د ځينو چارو او فعاليتونو په ترسره كولو پسې ولاړ شي. دى وايي، كه له خپلې كمپنۍ سره كار پرېږدي؛ نو بل بيا ورته په اسانۍ نه پيدا كېږي او كه يې نه پرېږدي؛ نو ولايتونو ته د سفرونو پر مهال د دې خطر دى چې وسله وال به يې له موټره كوز كړي او وبه یې وژني: (( اوس كه روزګار نه كوو له لوږې مرو، كه اوسني روزګار ته مې ادامه وركوم؛ نو يوه ورځ به ووژل شم، د پاسپورټ اخستل هم سل لانجې لري، غواړم په قاچاقي لارو ووځم، كه دا لارې ستونزې لري؛ نو ورپسې راحتي هم شته.))
د قاچاقبرو تود بازار
په قاچاقي لارو له افغانستان څخه د خلکو وتلو د قاچاقبرو بازار هم تود ساتلی دی. دويچه ويله ویب پاڼې په خپل يوه راپور كې کښلي، په كابل كې دا مهال د قاچاقبرو بازار ښه تود دى او درګرده لګيا دي له هېواده وتلو ته اړ شوي خلك په ستونزمنو لارو اروپا، اسټراليا او كاناډا ته د تلو لپاره تشويقوي. د دويچه ويله خبريال حسين سيرت په خپل راپور کې لیکلي چې په كابل كې يې يو كور ليدلى چې د قاچاقبرو د ځالې ګومان نه پرې كېږي، مګر يو شمېر كسان په كې ناست دي او له افغانستان څخه د انسانانو د قاچاق كاروبار کوي:(( ما د دوى شمېره د پاسپورټ رياست مخې ته د عريضه پلورونكو نه ترلاسه كړه، ځكه قاچاقبر په دوى كې كسان لري، قاچاقبرو ته مې وويل غواړم له هېواده ووځم، ويل يې ۱۶ زره ډالر راوړه.))
د قربان په نوم یو ۲۲ كلن زلمی بيا د دوى د سفر د طرز او ناغېړيو په اړه كيسه لري، هغه وايي، تر تركيې پورې ترې قاچاقبرو يو نيم زر ډالر واخستل، خو پوليسو ونيو او بېرته يې هېواد ته راستون كړ:(( د تركيې په غرونو كې سخت سفر د بيان وړ نه دى، موږ يې له لويې لارې ايسته پنځه ساعته په غرونو كې وړاندې بوتلو، يو ملګرى مو راته د يخنۍ له لاسه ومړ، هيچا يې مرسته ونه كړاى شوه، حتى ورور يې راسره په لاره كې ملګرى و، هغه هم خپل ورور ونه ژغورلى شو.)) دى وايي، تر تركيې پورې دوه ځله قاچاقي تللى او دواړه وارې ناكام راستون شوى، خو تر ټولو بله بده خاطره يې دا ده چې كله يې په غير قانوني ډول د تلونكو ځوانانو ډله ونيول شوه؛ نو تركي پوليسو بېرته د ايران تر پولې راوشړل، دلته دوى څلويښت كسان د غلو په ډله واوښتل:(( موږ نه يې پيسې غوښتې، وهل يې راكول، تر لسو ورځو پورې يې يوازې اوبه راكولې، ډوډۍ نه وه، موږ سره يې له يو بنګالي هلك نه نوكان وويستل، بيا مو ورته له بدې ورځې له هره اړخه چې وې پيسې راپيدا كړې او غلو ته مو وركړې. اوس د درېيم ځل لپاره هڅه كوم پاسپورټ واخلم او بيا بخت وازمايم ځكه دلته هم ژوند نه كېږي.))
کورني مهاجرتونه
د کډوالو او بې ځايه شويو په اړه يوه نړيواله موسسه وايي، د وروستيو ناامنيو او جګړو له كبله په افغانستان کې نږدې يو مليون افغانان په کور دننه بې ځايه شوي دي. د ناروې د کډوالو کمېټې يوې کارکوونکې ډانيالي مايلان په دې اړه په خپله ټويټر پاڼه كې ليكلي، دغه بې ځايه شوي افغانان اوسمهال په ډېر بد حالت كې ژوند كوي او هېڅ ډول بشري حقونه او مرستې سمې نه دي ور رسېدلي. نوموړې ويلي، دغه بې ځايه شوي خلک د حکومت او د نړيوالې ټولنې ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري او كه له دوى سره بېړنۍ مرستې ونه شي؛ نو د دوى حالت به نور هم خراب شي.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال تر ټولو زيات خلک د افغانستان په جنوب کې بې ځايه شوي چې شمېر يې شاوخوا ۲۲۳ زرو ته رسېږي.
مايلان وايي، په دويم نمبر کې لوېديځه سيمه ده چې تر اوسه په كې ٢٢٠ زره تنه بې ځايه شوي دي او په خپل هېواد كې د بې كورۍ شپې تېروي.
تر دې وړاندې د غبرګولي په لسمه د ملكي وګړو د ژغورنې ډلې هم ويلي وو، په ۲۰۱۵ میلادي کال كې يې د احصائيو له مخې معلومه كړې چې ۹۶۴زره افغانان په هېواد کې دننه له يوه ځايه بل ته كډه شوي دي. د ملکي وګړو د ژغورنې د ډلې يو غړى محمد نبي تدبیر وايي، دا مهال اکثره اوږد مهاله بې ځایه شوي وګړي چې د لویو ښارونو په لمنو کې اوسیږي؛ په ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوي:((دا ارقام ښيي چې په افغانستان کې د بې ځایه شویو وګړو شمېر د ۲۰۱۴ کال په مقایسه دوه برابره زیات شوی دی، بله دا چې د کډوالو او بې ځایه شویو وزارت تر اوسه د بې ځایه شویو لپاره کومه ځانګړې بودجه هم نه لري.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


