ads

د هند په یوه عبادت ځاى کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هندوانو په یوه عبادت ځای کې د ګڼې ګوڼې له كبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هندي چارواکو ویلي، چې یاده پېښه پرون ناوخته د هند جهاړکنډ په یو عبادت ځای کې وروسته له هغې را منځته شوه، چې خلک د هندوانو له عبادت ځايه د هندوانو په یوه عبادت ځای کې […]

نویسنده: TKG
19 زمری 1394
د هند په یوه عبادت ځاى کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هندوانو په یوه عبادت ځای کې د ګڼې ګوڼې له كبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هندي چارواکو ویلي، چې یاده پېښه پرون ناوخته د هند جهاړکنډ په یو عبادت ځای کې وروسته له هغې را منځته شوه، چې خلک د هندوانو له عبادت ځايه

د هندوانو په یوه عبادت ځای کې د ګڼې ګوڼې له كبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هندي چارواکو ویلي، چې یاده پېښه پرون ناوخته د هند جهاړکنډ په یو عبادت ځای کې وروسته له هغې را منځته شوه، چې خلک د هندوانو له عبادت ځايه د وتلو په حال کې وو.

په پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي او پنځوس نور ټپیان دي.

د جهاړکنډ د دیوګړ بدهم عبادت ځای ته سلګونه کسان ورغلي وو، چې تر مذهبي مراسمو وروسته د بې نظمۍ له امله یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.

پولیسو ټپیان روغتون ته استولي او د پېښې څېړنه یې پیل کړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA