پاکستاني پوليسو يو پلار، چې غوښتل يې له خپلې لور سره واده وکړي، نيولی دی. پاکستاني رسنۍ وايي، د پنجاب ايالت د فيصل اباد د اسلام نګر يو اوسېدونکي شعيب، چې دوه ودونه يې کړي دي او غوښتل يې له خپلې دويمې لور سره
پاکستاني پوليسو يو پلار، چې غوښتل يې له خپلې لور سره واده وکړي، نيولی دی.
پاکستاني رسنۍ وايي، د پنجاب ايالت د فيصل اباد د اسلام نګر يو اوسېدونکي شعيب، چې دوه ودونه يې کړي دي او غوښتل يې له خپلې دويمې لور سره واده وکړي، خو لور يې له نوموړي سره له واده کولو انکار کړی او تر څېړنو وروسته پوليسو نوموړی کس نيولی دی.
د پوليسو په حوزه کې د شعيب د دويمې مېرمنې لور په خپل پلار د څپليو ګوزارونه وکړل او خپله غوسه يې څرګنده کړه.
دا مهال له شعيب څخه څېړنې روانې دي، چې څنګه يې په يوه اسلامي ټولنه کې له خپلې لور سره د واده کولو جرئت وکړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


