ads

مصر د قطر وړانديز رد كړ

مصر د قطر هغه وړانديز رد کړ، چې له مخې يې د دغه هېواد او اخوان المسلمين ګوند تر منځ منځګړيتوب کوي. د مصر د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد ابوزيد پرون د قطر د بهرنيو چارو وزير خالد العطيه هغه څرګندونې رد کړې، چې غواړي د مصري حکومت او اخوان مصر د قطر هغه […]

نویسنده: TKG
18 زمری 1394
مصر د قطر وړانديز رد كړ

مصر د قطر هغه وړانديز رد کړ، چې له مخې يې د دغه هېواد او اخوان المسلمين ګوند تر منځ منځګړيتوب کوي. د مصر د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد ابوزيد پرون د قطر د بهرنيو چارو وزير خالد العطيه هغه څرګندونې رد کړې، چې غواړي د مصري حکومت او اخوان

مصر د قطر هغه وړانديز رد کړ، چې له مخې يې د دغه هېواد او اخوان المسلمين ګوند تر منځ منځګړيتوب کوي.

د مصر د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد ابوزيد پرون د قطر د بهرنيو چارو وزير خالد العطيه هغه څرګندونې رد کړې، چې غواړي د مصري حکومت او اخوان المسلمين ګوند تر منځ منځګړيتوب وکړي.

مصر وايي، هر ډول مداخله به په خپل هېواد کې و نه مني.

د مصر د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه، چې د اخوان المسلمين ګوند يو ترهګر ګوند دی او ور سره به په هر حالت کې مبارزه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې مصري محکمو د مصر لرې کړای شوی جمهور رئيس او د اخوان المسلمين ګوند رهبر محمد مرسي څو، څو ځله په عمري بند او اعدام محکوم کړی دی.

په همدې حال کې د محمد مرسي د واکمنۍ تر ړنګولو وروسته په مصر کې امنيتي وضعيت تر بل هر وخت خراب شوی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA