ads

“د مور له شيدو څخه د تغذيې نړيوالې اوونۍ”

د اګست د مياشتې لومړۍ اوونۍ چې د زمري د مياشتې له ۱۰مې تر ۱۶مې سره سمون خوري؛ د نړۍ د روغتيايي سازمان له خوا “د مور له شيدو څخه د تغذيې د نړيوالې اوونۍ”  په نوم نومول شوې او هر كال دا اوونۍ پر افغانستان سربېره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو كې لمانځل كېږي. […]

نویسنده: The Killid Group
14 زمری 1394
“د مور له شيدو څخه د تغذيې نړيوالې اوونۍ”

د اګست د مياشتې لومړۍ اوونۍ چې د زمري د مياشتې له ۱۰مې تر ۱۶مې سره سمون خوري؛ د نړۍ د روغتيايي سازمان له خوا “د مور له شيدو څخه د تغذيې د نړيوالې اوونۍ”  په نوم نومول شوې او هر كال دا اوونۍ پر افغانستان سربېره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو كې لمانځل كېږي.

د اګست د مياشتې لومړۍ اوونۍ چې د زمري د مياشتې له ۱۰مې تر ۱۶مې سره سمون خوري؛ د نړۍ د روغتيايي سازمان له خوا “د مور له شيدو څخه د تغذيې د نړيوالې اوونۍ”  په نوم نومول شوې او هر كال دا اوونۍ پر افغانستان سربېره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو كې لمانځل كېږي.

له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د ماشومانو لپاره د وچو شيدو او د ماشومانو د مخصوصو خوړو كارونې د مور د شيدو ځاى ونيو چې د نړيوالو د اندېښنې سبب شوه. د ۱۹۹۰ كال د اګست په لومړۍ نېټه د يونيسف په مرسته د نړۍ روغتيايي سازمان له خوا د ايټاليا په فلورانس ښار كې د جوړې شوې ناستې په ترڅ كې د ماشوم د ژوند په لومړيو شپږو مياشتو كې د مور د شيدو پر اهميت او د ماشوم پر روغتيا د هغو د اغېزې په اړه خبرې وشوې. له هماغې نېټې تر اوسه هر كال د مور له شيدو څخه د تغذيې نړيواله اوونۍ لمانځل كېږي.

د تغذيې د برخې د داکترانو به وینا  ماشوم ته د مور د شيدو وركول د ژوند په لومړيو شپږو مياشتو كې ۱۳ فيصده د ماشومانو د مړينې كچه راټيټوي او كه چېرې دا كار تر دوو كلونو دوام وكړي؛ ۶ فيصده نور هم ورزياتېږي چې په ټوليز ډول ۲۰ فيصده د ماشومانو د مړينې په كموالي كې رول لري.

د ماشومانو لپاره په نړۍ كې خوارځواكي د ژوند په لومړيو پنځو كلونو كې تر ټولو خطرناكه ناروغي ده.

د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ډېرې ساده او ارزانې لارې شته او هغه ماشوم ته د مور د شيدو وركول دي چې دا كار نه يوازې د ماشوم، بلكې د ميندو لپاره هم ګټور دى.

د عامې روغتيا وزارت د تغذيې د برخې سلاكار ډاكټر همايون لودين وايي: “د مور د شيدو د نه موجوديت له كبله ماشوم په خوارځواكۍ اخته كېږي، همدارنګه كه له ۶ مياشتو وروسته مور خپل ماشوم ته د خپلو شيدو ترڅنګ نور خواړه ورنكړاى شي، نو بيا هم ماشوم په خوارځواكۍ اخته كېږي، او كه چېرې ښه خواړه ماشوم ته وركړل شي، خو ماشوم په نس ناستي يا په تنفسي ناروغۍ اخته وي؛ ماشوم به اشتها ونه لري او وزن به بايلي.”

د هغه په وينا، د ماشوم د ژوند لومړۍ ۱۰۰۰ ورځې له امېدوارۍ نيولې د ماشوم د عمر تر دوه كلنۍ پورې په خوارځواكۍ د ماشوم په نه اخته كېدو كې رول لري چې بايد مور او ماشوم ښه تغذيه شي، ماشوم ته له پيدايښت سره سم د مور شيدې وركړل شي او له شپږ مياشتو وروسته بيا كورني خواړه لكه لوبيا، نخود، سابه، وريجې، غوښه، الوګان او نور وركړل شي.

دا په داسې حال كې ده چې د ډاكټرانو په وينا، نور روغتيايي فعاليتونه لكه له ګوزڼ يا پوليو، شري يا سرخكان او نورو ناروغيو سره مبارزه ډېر لږ دوه يا درې فيصده د ماشومانو د مړينې په راكمولو كې رول لري، خو ماشوم ته د مور د شيدو او پوره خوړو وركول هغه اسانه او ارزانه فعاليت دى چې په اسانۍ سره كولاى شي د ماشومانو د مړينې كچه راكمه كړي.

هغه ميندې چې د بېلابېلو ستونزو له كبله خپلو ماشومانو ته شيدې نه وركوي؛ په راتلونكي كې ښايي چې په ځينو ناروغيو اخته شي. د ډاكټرانو په خبره، د شيدو وركولو په لومړيو ورځو كې د سينې ځينې تكليفونه د اندېښنې وړ نه دي، خو كه چېرې درد ولري، نو ميندې بايد ډاكټر ته مراجعه وكړي.

ډاكټران وايي، شيدې وركوونكې مور دې په ټاكلي وخت خوب وكړي، ښه او منظم خواړه او زيات مايعات دې وخوري.

د دوى په خبره، ميندې بايد زياتره له سبو، الوګانو، وچې ډوډۍ، مكروني، شيدو، لبنياتو، غوښې او مېوو څخه استفاده وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA