ads

په ګډه پوله د پاکستان پر نظامي پوستو د هندي سرتېرو بريدونه

پاکستاني چارواکي وايي، په ګډه پوله هندي سرتېرو د دوی پر پوستو ډزې کړې دي. د پاکستان جيو خصوصي ټلويزيون د پوځي چارواکو له قوله ويلي، چې نن سهار هندي ځواکونو د پنجاب ايالت د سيالکوټ په صفري نقطه کې د پاکستان پر پاکستاني چارواکي وايي، په ګډه پوله هندي سرتېرو د دوی پر پوستو […]

نویسنده: TKG
13 زمری 1394
په ګډه پوله د پاکستان پر نظامي پوستو د هندي سرتېرو بريدونه

پاکستاني چارواکي وايي، په ګډه پوله هندي سرتېرو د دوی پر پوستو ډزې کړې دي. د پاکستان جيو خصوصي ټلويزيون د پوځي چارواکو له قوله ويلي، چې نن سهار هندي ځواکونو د پنجاب ايالت د سيالکوټ په صفري نقطه کې د پاکستان پر

پاکستاني چارواکي وايي، په ګډه پوله هندي سرتېرو د دوی پر پوستو ډزې کړې دي.

د پاکستان جيو خصوصي ټلويزيون د پوځي چارواکو له قوله ويلي، چې نن سهار هندي ځواکونو د پنجاب ايالت د سيالکوټ په صفري نقطه کې د پاکستان پر نظامي پوستو د سپکو او درنو وسلو بريدونه کړي دي، چې دوی هم په ځوابي بريد لاس پورې کړی دی.

تر اوسه د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي، خو تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو د پوځيانو تر منځ د ډزو په تبادله کې د دواړو لوريو يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم پاکستاني پوځي چارواکو ويلي و، چې هندي سرتېرو په سيالکوټ سيمه کې د دوی پر ځواکونو د سپکو او درنو وسلو بريد کړی دی.

پاکستان او هند د کشمير په لانجمنه سيمه درې ځلي سترې جګړې کړې دي، چې له کبله يې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA