ads

د ځمکې پر سر دوه کلنه دښمني ختمه شوه

په كونړ ولايت كې د نیم جریب ځمكې پر سر دښمني چې په نتیجه كې يې يوه مېرمنه هم وژل شوې وه، د قومي مخورو او سپين ږيرو په منځګړتوب پای وموند. په كونړ ولايت كې د نیم جریب ځمكې پر سر دښمني چې په نتیجه كې يې يوه مېرمنه هم وژل شوې وه، د […]

نویسنده: TKG
13 زمری 1394
د ځمکې پر سر دوه کلنه دښمني ختمه شوه

په كونړ ولايت كې د نیم جریب ځمكې پر سر دښمني چې په نتیجه كې يې يوه مېرمنه هم وژل شوې وه، د قومي مخورو او سپين ږيرو په منځګړتوب پای وموند.

په كونړ ولايت كې د نیم جریب ځمكې پر سر دښمني چې په نتیجه كې يې يوه مېرمنه هم وژل شوې وه، د قومي مخورو او سپين ږيرو په منځګړتوب پای وموند.

دا شخړه له نن څخه نږدې درې كاله وړاندې د شاوخوا نيم جريب ځمكې پر سر د دوو تنو له ناندریو سرچينه اخلي. حاجي غيرت چې د دې شخړې يو اړخ دى، غواړي د پلار په ور پاتې ميراثي ځمکه  یوه مهمانخانه جوړه كړي، خو تره يې حاجي امين ورسره مخالفت ته رادانګي.

حاجي حمدالله چې د حاجي غيرت ورور دى، وايي تره يې نه غوښتل چې دوى هلته ودانۍ ورغوي. نوموړى وايي:(( تره به مې كله بهانه كوله چې دا ځمكه د غره لمن ده او دومره ښه موقعیت نه لري… او بايد دلته دومره پيسې مصرف نه كړئ. كله به يې يو او كله بل ډول خنډ رامخته كاوه، تر دې چې يوه ورځ يې په همدې ځمكې دعوه وكړه.)) خو د حاجي غيرت د تره زوی او د حاجي امين زوی عبدالرحيم له كليد سره په خبرو كې دا رد كړه چې ګنې دا ځمكه د حاجي غيرت وه او دوى پرې دعوه كړې وه. نوموړى وايي، دا ځاى يې نيكه په وېش كې دوى ته وركړى و، خو د تره زامنو يې پرې پېرزو نه و او له همدې كبله پرې شخړه وشوه.

د دواړو كورنيو ترمنځ د تا ويلو او ما ويلو لړۍ تر هغه دوام كوي چې بالاخره په نتیجه کې یې یوه مېرمن خپل ژوند له لاسه ورکوي. د جرګې منځګړی او په مشرانو جرګه کې د کونړ د خلکو استازی محمد طیب عطاء چې دا مسئله په پېښه کې د حکومت دخالت ته لار اواروي او قضیه رسمي بڼه خپلوي. د وژل شوې مېرمنې ورور نصرت هم د خپلې خور په بې ګناهۍ شهادت ورکوي او څرګندوي چې خور یې یوازې د یوې دسیسې ښکار او قرباني شوې وه.

درې ګونې محکمې په پېښه کې د حاجي امین کورنۍ ملامته ګڼي او د کورنۍ درې غړي یې( ګل امین، میرویس او احسان الله) په پنځلس پنځلس کاله بند محکوموي، خو حاجي امین ته ځکه برائت ورکوي چې عمر یې له ۹۰ کلونو زیات وو. ویل کېږي چې د حاجي امین بل زوی ډاکټر روح الامین هم چې په پېښه کې ښکېل بلل شوی، په تېښته بریالی کېږي.

د سولې هڅې

حاجي غیرت چې د منازعې یو اړخ دی. د دغې ستونزې د چورلټ اواري لپاره د کونړ ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره ګوري او ترې د مرستې غوښتنه کوي. د کونړ ولایت قومي مشر او د دې شخړې د حل یو منځګړی مولوی عبداللطیف حمید وایي، د سولې دا هیله یې ناامیدۍ ته پرې نښوده او له ځانه سره یې څو تنه نور د خیر ملګري هم راپیدا کړل او له درې واړو کورنیو سره یې لیده کاته پیل کړل. د مشرانو جرګې غړی محمد طیب عطاء وایي چې د شخړي د اواري په خاطر لومړی کندوز ته ولاړل او د ډاکټر زوړورخان کورنۍ ته یې د سولې دعوت ورکړ، ځکه هغه د زړه ټوټه په دغه پېښه کې له لاسه ورکړې وه.  نوموړی وايي، د زړورخان کورنۍ هم شر نه غوښت او د قومي مشرانو ورتګ یې په ورین تندي ومانه او سولې ته یې غاړه کېښوده.  د طیب عطاء په خبره حاجي غیرت پخپله د سولې لپاره لستوني رابډوهلي وو او د مقتول کورنۍ هم له خدای همدا ورځ غوښته چې د سولې لپاره یې یوه ورځ څوک ور وټکوي او ستونزه یې حل کړي.

د جرګې پرېکړه

تر ډېرو هلو ځلو وروسته درې واړه کورنۍ د روان ۱۳۹۴لمریز کال د غوایي په میاشت کې سره په ننګرهار کې جرګه شوې. د جرګې مشر سناتور محمد ‌طیب عطاء وایي، له درې واړو لورو یې واک واخست او خاص د الله جل جلاله د رضا لپاره یې د لوریو ترمنځ پرېکړه ده. سناتور محمد ‌طیب عطاء وايي چې لومړی یې د قاتل او مقتول کورنیو ترمنځ چې په خپلو کې سره د تره اولاده ده، وروستۍ پرېکړه وکړه:(( یوه لویه جرګه قومي مشران، چارواکي او د قاتل د کورنۍ نارینه او ښځې مو له یوه اندازه پیسو او یو غوايي سره د مقتول کورنۍ ته په ننواتي ورولېږل، خو د مقتول کورنۍ ورته وویل چې د خپلې لور شهادت یې ورته مهم دی او دوی یې بې له کوم دیت اخستو څخه وبښل.)) دا جرګه همدلته پای مومي او نور د دښمنۍ دا تور داغ د جرګې په برکت د تل لپاره مینځل کېږي. قومي مشران تر دې وروسته د حاجي غیرت او حاجي امین ترمنځ د ځمکې پرېکړه په داسې شکل کوي:(( موږ د جرګې مشرانو پرېکړه وکړه چې دا ځمکه د حاجي غیرت ده او په پلرني وېش یې په برخه رسېدلې؛ نو له دې همدې کبله باید د ده په نوم شي.))

د ویني پر ځای مینه

اوس له دې شخړې نږدې درې کاله تیریږي. د شخړې ښکېل اړخونه د جرګې مشرانو ته لاس په دعا دي. د مقتولې ورور نصرت وایي، اوس یې په زړه کې هغه خیری نه شته، کوم یې چې پخوا په زړه کې و. حاجي حمدالله وایي، په تېرو نږدې ورځو کې یې د خپل تره دروازه وټکوله او د ټولو خبر یې واخست. د حاجی امین زوی عبدالرحیم وایي، جرګه سبب شوه چې د خپګان شپې او ورځې یې په خوښۍ بدلې شي.

یادونه: دا دی کلید له تېرو څو میاشتو راهیسې نوښت کړی دی او د سیمه ییزو منازعو د حل اړوند راپورونه خپروي. د دغو راپورونو پایلې ښيي چې سوله او عدم تشدد په هېواد کې ممکن دی. په سلګونه قضیو کې دا واقعیت لیدل شوی دی. د سولې او عدم تشدد دا راپورونه پر کلید او مرسل اوونیزو سربېره د کلید ګروپ د ټولو راډیوګانو له لارې په غږیزه بڼه هم خپرېږي. کوم راپور مو چې ولوست د دغې لړۍ شلم راپور دی چې خپور شوی.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA