پاکستان له هند سره د سرحدي شخړو له زیاتېدو سره سره لسګونه هندي کب نیونکي خوشې کړل. د یوه ۱۱ کلن ماشوم په شمول دغه ۱۶۴ هندي كب نیونکي پرون د پاکستان په کراچۍ بندر کې د ښه نیت په توګه خوشې شول.
پاکستان له هند سره د سرحدي شخړو له زیاتېدو سره سره لسګونه هندي کب نیونکي خوشې کړل.
د یوه ۱۱ کلن ماشوم په شمول دغه ۱۶۴ هندي كب نیونکي پرون د پاکستان په کراچۍ بندر کې د ښه نیت په توګه خوشې شول.
د هند او پاکستان له زندانونو څخه د یو بل د کب نیونکو خوشي کول د هغې هوکړې یوه برخه ده چې تېره میاشت د روسیې په اوفا ښار کې د شانګهای غونډې په څنډه کې د دواړو هیوادونو د صدراعظمانو په کتنه کې شوې ده.
دا دواړه هیوادونه تل د یو بل کب نیونکي په غیر قانوني توګه سمندري حدودو ته د داخلېدو په تور نیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د دواړو هیوادونو استازي د اګست په درویشتمه او څلرویشتمه په هند کې سره وګوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


