ads

هند كې سېلابونو مرګ ژوبله اړولې

په هند کې د سختو بارانونو له امله په را وتلو سېلابونو کې نیږدې سل کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی. د راپورونو له مخې تر ټولو زیات سیلاب د هند ګجرات، راجستان، اړیسه، هماچل پردیش او مغربي بنګال کې را وتي، چې له امله یی لسګونه کسان لا درکه په هند کې […]

نویسنده: TKG
12 زمری 1394
هند كې سېلابونو مرګ ژوبله اړولې

په هند کې د سختو بارانونو له امله په را وتلو سېلابونو کې نیږدې سل کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی. د راپورونو له مخې تر ټولو زیات سیلاب د هند ګجرات، راجستان، اړیسه، هماچل پردیش او مغربي بنګال کې را وتي، چې له امله یی لسګونه کسان لا درکه

په هند کې د سختو بارانونو له امله په را وتلو سېلابونو کې نیږدې سل کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.

د راپورونو له مخې تر ټولو زیات سیلاب د هند ګجرات، راجستان، اړیسه، هماچل پردیش او مغربي بنګال کې را وتي، چې له امله یی لسګونه کسان لا درکه دي.

ژغورونکي هڅه کوي تر څو په سیلابونو کې ګیر کسان امنو سیمو ته انتقال کړي.

ویل کیږي د سیلاب له امله نیږدې اته میلیونه خلکو زیانمن شوي او له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

هندي حکومت په یوشمېر سیمو کې ځپل شویو خلکو ته په عارضي ډول کیمپونه جوړ کړي دي.

د هند په ګاونډ ویتنام کې هم سیلابونو ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې او په پاکستان کې اوس هم د بارانونو لړۍ روانه ده.

په پاکستان کې له تېرو درېیو اونیو سختو بارانونو له كبله نیږدې ۹۰ تنه مړه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA