ads

باجوړ كې د يوه كور د چت پرېوتو له كبله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمې باجوړ کې د یوه کور چت پرېوتو له كبله یوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. پاکستاني جیو خصوصي تلویزیون د ځایی چارواکو له قوله ویلي، چې یاده پیښه نن سهار د باجوړ ایجسنۍ په مامند سیمه کې را منځته شوې ده. د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمې باجوړ کې د یوه […]

نویسنده: TKG
12 زمری 1394
باجوړ كې د يوه كور د چت پرېوتو له كبله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمې باجوړ کې د یوه کور چت پرېوتو له كبله یوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. پاکستاني جیو خصوصي تلویزیون د ځایی چارواکو له قوله ویلي، چې یاده پیښه نن سهار د باجوړ ایجسنۍ په مامند سیمه کې را منځته شوې ده.

د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمې باجوړ کې د یوه کور چت پرېوتو له كبله یوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پاکستاني جیو خصوصي تلویزیون د ځایی چارواکو له قوله ویلي، چې یاده پیښه نن سهار د باجوړ ایجسنۍ په مامند سیمه کې را منځته شوې ده.

په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړو خپل ژوند له لاسه ور کړی او پنځه نور سخت ټپيان شوي دي.

چارواکو د چت پرېوتو لامل په سیمه کې د سخت باران ورېدل یاد شوي، چې له تېرو څو ورځو دوام لري.

دغه راز د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو سیمو کې د سیلابونو راوتلو له كبله خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA