په پاکستان کې د موسمي بارانونو له کبله تازه راوتلو سېلابونو پنځه تنه وژلي دي. پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، له تېرې شپې راهيسې د خيبر پښتونخوا ايالت په چترال او نوښار سيمو کې سېلابونو لسګونه کورونه ويجاړ کړي
په پاکستان کې د موسمي بارانونو له کبله تازه راوتلو سېلابونو پنځه تنه وژلي دي.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، له تېرې شپې راهيسې د خيبر پښتونخوا ايالت په چترال او نوښار سيمو کې سېلابونو لسګونه کورونه ويجاړ کړي دي، چې له کبله يې په نوښار کې پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د خيبر پښتونخوا ايالت ځايي چارواکي وايي، د کابل سيند طغياني کېدو له کبله په نوښار کې بېړنی حالت اعلان شوی او لسګونه کورنۍ امنو سيمو ته انتقال شوې دي.
په ورته وخت کې د چترال په کيلاش او يو شمېر نورو سيمو کې تېره شپه يو ځل بيا سېلابونه راوتلي، ټولې مواصلاتي لارې تړل شوي، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، لسګونه کورونه، پلونه او حکومتي ودانيو ته سخت زيان اوښتی دی.
په همدې حال کې د پنجاب ايالت په بېلابېلو سيمو کې سخت باران او سيلابي څپې د اوبو بندونه نړولي دي، چې له کبله يې يو شمېر کلي سېلاب لاندې کړي دي.
له تېرو درېيو اونيو راهيسې په پاکستان کې د پيل شويو بارانونو له کبله په راوتلو سېلابونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۹۰ تنو ته پورته شوی دی او ميليونونه ډالر مالي زيان يې اړولی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

