د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چاراكي وايي، ډېر ژر به د مايع ګازو بيې راټيټې شي او عادي حالت به خپل کړي. د ياد وزارت چارواكي دغه څرګندونې وروسته له هغې كوي، چې د کابل ښار په ګډون د هېواد په بېلا بېلو بازارونو کې د ګازو بيه شاوخوا شل افغانۍ لوړه شوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چاراكي وايي، ډېر ژر به د مايع ګازو بيې راټيټې شي او عادي حالت به خپل کړي.
د ياد وزارت چارواكي دغه څرګندونې وروسته له هغې كوي، چې د کابل ښار په ګډون د هېواد په بېلا بېلو بازارونو کې د ګازو بيه شاوخوا شل افغانۍ لوړه شوه.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي د يکشنبه په ورځ کليد ته وويل، د هېواد په بازارونو کې د ګازو د بيې د لوړېدو په اړه هېڅ ډول اندېښنه شتون نه لري او همدا ګړۍ د ګاز بالونونه د حيرتان بندر ته رارسېدلي دي، چې دا کولای شي د ګازو بيه بېرته عادي حالت ته راولي.
نوموړي خبرداری ورکوي، هغه کسان چې د ګازو د بيو په برخه کې سرغړونه وکړي قانوني چلند به ورسره وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې دې په وروستيو ورځو کې د هېواد په بازارونو کې د ګازو د بيې لوړېدو د خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي، د دوی په خبره دمګړۍ د يوه کيلو ګازو بيه ۵۰ افغانۍ ته رسېدلې ده، په داسې حال کې، چې تر دې وړاندې په کابل ښار کې د يوه کيلو ګازو بيه ۳۰ افغانۍ وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


