ads

ملا عمر مړ یا ژوندی؛ يوه مجهوله كيسه؟

په دې وروستيو كې چې د سولې خبرې يو هيله منوونكي پړاو ته رسېدلې؛ نو سمدواره ورسره د طالبانو يوې انشعابي ډلې اعلان كړى چې د طالبانو د سياسي دفتر اوسني مسوول ملا اخترمحمد منصور، د دوى مشر ملامحمد عمر دوه كاله وړاندې د يوې دسيسې په ترڅ كې وژلى دى. په دې وروستيو كې […]

نویسنده: TKG
10 زمری 1394

په دې وروستيو كې چې د سولې خبرې يو هيله منوونكي پړاو ته رسېدلې؛ نو سمدواره ورسره د طالبانو يوې انشعابي ډلې اعلان كړى چې د طالبانو د سياسي دفتر اوسني مسوول ملا اخترمحمد منصور، د دوى مشر ملامحمد عمر دوه كاله وړاندې د يوې دسيسې په ترڅ كې وژلى دى.

په دې وروستيو كې چې د سولې خبرې يو هيله منوونكي پړاو ته رسېدلې؛ نو سمدواره ورسره د طالبانو يوې انشعابي ډلې اعلان كړى چې د طالبانو د سياسي دفتر اوسني مسوول ملا اخترمحمد منصور، د دوى مشر ملامحمد عمر دوه كاله وړاندې د يوې دسيسې په ترڅ كې وژلى دى.

دې خبرې د سولې په اړه يو هيجان راپورته كړى دى، ځكه قاري حمزه تېره اوونۍ د فدايي محاذ د وياند په نوم رسنيو ته ځان پېژندلى او په يوه برېښناليك كې يې ويلي وو، فدايي محاذ په دې اړه كره شواهد او اسناد په لاس كې لري چې ملا عمر د هغه مرستيال او د طالبانو مالي مسوول ګل اغا ۲۴ مياشتې وړاندې وواژه، وروسته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوه خبري پاڼه كې دا خبره رد كړه او ويې ويل، د فدايي محاذ په نوم د طالبانو كومه انشعابي ډله نشته، بلكې د داسې يو خبر خپرول يوه استخباراتي هڅه ده چې د طالبانو په ډله كې د رهبرۍ په اړه د پوښتنو راپورته كولو لپاره شوې ده.

اوس په دې اړه له هر چا سره پوښتنې دا دي چې  ايا ملا عمر ژوندى دى كه مړ؟ كه مړ دى د هغه ځاى ناستى څوك دى؟ او تر ټولو مهمه دا ده چې كه ملا عمر رښتيا هم دوه كاله وړاندې مړ شوى وي؛ نو فدايي محاذ يې د وژل كېدو په اړه اعلان اوس ولې کوي؟

ځينې افغان شنونكي په دې برخه كې د ملا عمر مرګ او ژوند يوه مجهوله كيسه بولي او وايي تر اوسه ډېرو لوړرتبه طالب مشرانو ته دا نه ده معلومه چې هغه چېرته دى؟ خو ځينې بيا وايي، د هغه د مړينې خبر د سولې پر پروسه د يو بد اغېز د ښندلو لپاره خپور شوى دى.

طالبانو ته نږدې سړی او ژورناليست رحيم الله يوسفزي په دې اړه تازه بيان كې ويلي، ملا عمر كه رښتيا وژل شوى وي، په هغې كې څه نه شي ويلى، مګر هغه له فزيكي لحاظه دومره کمزوری شوى هم نه و چې تر اوسه په خپل مرګ مړ شوى وي. دى وايي، د ملا عمر په اړه تر اوسه هېڅوك څه نه شي ويلى چې هغه مړ دى كه ژوندى؟ خو په وينا يې طالبان دا مهال دوه ډلې شوي چې له منځه يې ملا ذاكر سوله نه مني او ملا اخترمحمد منصور د سولې پروسه روانه كړې ده.

رحيم الله يوسفزي په دې اړه تازه او دقيق راپور هم جوړ كړى چې لومړى يې په پاكستانۍ دي نيوز ورځپاڼه كې خپور كړ او ورپسې يې بي بي سي سره هم په دې اړه معلومات شريك كړي، هغه وايي:(( اول خبره خو دا ده چې كه ملا عمر ژوندى وي؛ نو هغه به اوس ۵۰ كلن وي او دا ډېر عمر نه دى، بله دا چې په دې وروستيو كې ملا قيوم ذاكر، د ملا عمر كشر ورور ملا عبدالمنان، ملا منصور دادالله، ملا بازمحمد، ملا عبدالرووف او نورو ناسته كړې ده چې كه ملا عمر مړ وي يا مړ شو؛ نو د هغه ۲۶كلن زوى ملا يعقوب به يې ځاى ناستى وي، دوى په هر صورت د ملا عمر له سياسي مرستيال ملا اختر محمد منصور نه واكونه اخستل غواړي.))

افغان شنونكى احمد سعيدي بيا د ملا عمر د مرګ او ژوند په كيسه له څه ويلو تېرېږي، خو دومره وايي چې د ملا عمر په نوم د اختر وروستى نشر شوى پېغام د هغه لخوا نه دى ليكل شوى، بلكې په وينا يې دا پېغام د پاكستان استخباراتو ليكلى دى:(( دا پېغام هغوى ليكلى او بيا يې د ملا عمر په نوم خپور كړى دى، ځكه ملا عمر كه ژوندى هم وي؛ نو باور لرم چې د پاكستان د استخباراتو تر كنټرول لاندې دى.))

خو د طالبانو د چارو كارپوه وحيد مژده بيا وايی، دا مهمه نه ده چې راوسپړل شي، د ملا عمر پيغام چا ليكلى دى؟ د ده په وينا د طالبانو په وخت كې هم د ملا عمر پيغام هغه پخپله نه دى ليكلى، بلكې د نورو لخوا ليكل كېده. دى زياتوي كه ملا عمر مړ واى؛ نو د طالبانو قومندانانو به اوس لا ډېر پخوا نوى امير ټاكلى و: (( دا د طالبانو تر منځ منل شوې موضوع ده چې که یو امیرالمومنین ووژل شي؛ نو د هغه تر ښخولو مخکې باید یو ځای ناستی وټاکل شي، په دې معنی چې که د طالبانو قومندانان په دې اړه شک ولري چې ملا عمر وژل شوی؛ نو جګړه نه کوي. له دې خبرې معلومیږي چې لږ تر لږه د طالبانو قومندانان ډاډه دي چې ملا عمر ژوندی دی.))

خير خبره چې هر څه ده، خو وي به، اوس پوښتنه دا ده چې كه ملا عمر نه وي ؛ نو د هغه نشتون به د سولې پر روان بهیر څه اغېز وكړي؟ په دې اړه هم احمد سعيد غږېدلى او ويلي يې دي كه دا خبره ثابته شي؛ نو دا خبره به ښكاره شي چې د هغه په غياب كې د طالبانو ډلې د پاكستان استخباراتو رهبري كولې. سياسي شنونكى رضوان الله بشرمل هم وايي، اوسمهال د ملا عمر د وژل كېدو د خبر  راپورته كول په دې معنا دي چې كومو كسانو د ملا عمر له امر نه سرغړونه نه شواى كولى، اوس د سولې د پروسې په مخالفت كې ځان ته ښه بهانه پيدا كړي او داعش ډلې ته واوړي:(( پاكستان خو عجيبې كوي، موږ ته يې وويل سوله به دركړو، خو څه موده وړاندې يې دوه طالب مشران د ملا عمر سياسي مرستيال ملا اخترمحمد منصور او د نظامي كمسيون مشر ملا قيوم ذاكر يې په يو ځاى سره كېنول، د دوى تر منځ اختلافات يې وارزول، بيا يې ملا اخترمحمد سولې ته رامخته كړ، خو ملا ذاكر ويل كېږي چې اوس هم د سولې مخالف دى، د ده مخالفت هغه طالبان زړور كوي چې د جنګ نشه يې له سره نه ده كېوتې او اوس له داعش سره يوځاى كېدو ته وزرې وهي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA