په بريتانيا کې د يوې وړې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې څلور تنه وژل شوي دي. پېښه پرون ناوخته په کاونټي همپشاير سيمه کې رامنځته شوې ده.
په بريتانيا کې د يوې وړې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې څلور تنه وژل شوي دي.
پېښه پرون ناوخته په کاونټي همپشاير سيمه کې رامنځته شوې ده.
رپوټونه وايي، ياده الوتکه د اسامه بن لادن د کورنۍ اړوند وه، چې د بريتانيا د بلېک بُش هوايي ډګر ته څېرمه د کوځېدو په حال کې غورځېدلې ده.
په پېښه کې د پيلوټ په ګډون څلور تنه وژل شوي او مسافر د اسامه بن لادن د کورنۍ غړي ښودل شوي دي.
له غورځېدو وروسته په الوتکه کې اور لګېدلی، چې له کبله يې د پېښې په ځای کې يو شمېر ولاړ موټر هم له منځه تللي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

