ads

((كه امريكا له خپلې دښمنۍ لاس وانخلي امريكايي اتباع به په نښه كړو))

شمالي کوریا ګواښ کړی، چې که امریکا دغه هیواد سره له خپلې دښمنۍ لاس وانخلي په هر ځای کې به امریکایی اتباع په نښه کړي. د شمالي کوریا د پوځ لوی درستیز جونګ اون پرون پوځي مراسمو کې د خبرو پرمهال وویل، کوم ګواښ، چې د امریکا لخوا دوى ته متوجه و اوس له منځه […]

نویسنده: TKG
7 زمری 1394
((كه امريكا له خپلې دښمنۍ لاس وانخلي امريكايي اتباع به په نښه كړو))

شمالي کوریا ګواښ کړی، چې که امریکا دغه هیواد سره له خپلې دښمنۍ لاس وانخلي په هر ځای کې به امریکایی اتباع په نښه کړي. د شمالي کوریا د پوځ لوی درستیز جونګ اون پرون پوځي مراسمو کې د خبرو پرمهال وویل، کوم ګواښ، چې د امریکا لخوا دوى ته متوجه و اوس له منځه

 

 

شمالي کوریا ګواښ کړی، چې که امریکا دغه هیواد سره له خپلې دښمنۍ لاس وانخلي په هر ځای کې به امریکایی اتباع په نښه کړي.

د شمالي کوریا د پوځ لوی درستیز جونګ اون پرون پوځي مراسمو کې د خبرو پرمهال وویل، کوم ګواښ، چې د امریکا لخوا دوى ته متوجه و اوس له منځه تللی او په خبره یې له امریکا څخه کومه وېره نلري.

د شمالي کوریا لوی درستیز ګواښ کړی، که چیرې امریکا په دغه هیواد برید وکړي دوی د دې توان لري، چې ټول امریکایان ووژني.

د ایکسپریس انګلیسي ژبې ورځپاڼې د شمالي کوریا لوی درستیز له قوله لیکلي، چې نوموړي دغه څرګندونې جنوبي کوریا سره ۶۲ کاله وړاندې د درې کلن جنګ په مناسبت په یوه غونډه کې کړې دي.

دغه ورځ د شمالي کوریا په یوشمېر ښارونو کې په خوشالیو ولمانځل شوه.

په دغو مراسمو کې د شمالي کوریا رهبر کیم جون اون هم ګډون درلود.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA