ads

افغانستان په راتلونكي اکتوبر مياشت کې له زمبابوى سره دوه شل اوريزې لوبې كوي

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايوي مشر شفيق الله ستانکزی وايي، د ۲۰۱۶ کال د شل اوريز نړيوال جام لوبو کې تر ګډون مخکې يې د کرکټ د نړيوالې شورا له دايمي غړيتوب لرونکي هېواد زمبابوې سره د کرکټ ملي لوبډلې ته د دوستانه لوبو زمينه برابره کړې ده. د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايوي […]

نویسنده: TKG
7 زمری 1394
افغانستان په راتلونكي اکتوبر مياشت کې له زمبابوى سره دوه شل اوريزې لوبې كوي

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايوي مشر شفيق الله ستانکزی وايي، د ۲۰۱۶ کال د شل اوريز نړيوال جام لوبو کې تر ګډون مخکې يې د کرکټ د نړيوالې شورا له دايمي غړيتوب لرونکي هېواد زمبابوې سره د کرکټ ملي لوبډلې ته د دوستانه لوبو زمينه برابره کړې ده.

نوموړي نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل، افغانستان به په راتلونکې اکتوبر مياشت کې له زمبابوې سره دوه شل اوريزې دوستانه لوبې وکړي او ورپسې به د ايرلنډ او زمبابوې په ګډون په درې هېوادنيو سياليو کې برخه واخلي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ ۲۰ اوريز نړيوال جام ته تر لار موندنې وروسته پرون هېواد ته راستنه شوه او د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې يې تود هرکلی وشو.

د ۲۰۱۶ کال شل اوريز نړيوال جام ته د غوراوي په لوبو کې افغانستان پاپو نيو ګيني ته په ماتې ورکولو نړيوال جام ته لاره ومونده او په دې لوبو کې يې عمان ته په ماتې ورکولو پنځم مقام خپل کړ.

د نړيوال جام لوبې د ۲۰۱۶ کال په مارچ مياشت کې په هند کې پيلېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA