امريکا د پاکستان او هند ترمنځ وروستيو تاوتريخوالو اندېښمنه کړې ده.
د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي ويلي، د پاکستان او هند ترمنځ يو شمېر حل کېدونکي مسايل موجود دي، چې بايد ترمنځ يې مذاکرات وشي. امريکا د پاکستان او هند ترمنځ وروستيو تاوتريخوالو اندېښمنه کړې ده.
د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي ويلي، د پاکستان او هند ترمنځ يو شمېر حل کېدونکي مسايل موجود دي، چې بايد ترمنځ يې مذاکرات وشي.
د نوموړي په خبره، هېواد يې غواړي، چې د يادو هېوادونو تر منځ اړيکې عادي حالت ته راوګرځي.
جان کربي د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ روغه جوړه کې د امريکا په رول څه نشي ويلی، خو غواړي د هند او پاکستان ترمنځ پرتې ستونزې د خبرو له لارې حل او فصل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د هغې هندۍ بې پيلوټه جاسوسې الوتکې انځورونه خپاره کړي، چې د پاکستان په حدودو کې ورباندې د جاسوسۍ تور پورې شوی او پاکستاني پوځ دعوه کړې، چې ياده الوتکه يې تېره اونۍ ويشتې ده.
بلخوا هندي چارواکو ويلي، چې د دوی کومه بې پيلوټه الوتکه نه ده ورکه او نه هم يې هم د سرحدي کرښې د سرغړونې په اړه څه ويلي دي.


