ads

په لوګر کې ۲۴ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

په لوګر ولايت کې د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۲۴ پروژې د ۲۳ ميليونه او ۹۸۱ زره افغانيو په لګښت بشپړې او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. په لوګر ولايت کې د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۲۴ پروژې د ۲۳ ميليونه او […]

نویسنده: TKG
4 زمری 1394

په لوګر ولايت کې د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۲۴ پروژې د ۲۳ ميليونه او ۹۸۱ زره افغانيو په لګښت بشپړې او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

په لوګر ولايت کې د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۲۴ پروژې د ۲۳ ميليونه او ۹۸۱ زره افغانيو په لګښت بشپړې او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د ملي پيوستون پروګرام د عامه اړيکو دفتر څخه نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژې د لوګر ولايت په محمد اغې، خروار، برکي برک او خوښۍ ولسواليو او مرکز پل علم کې بشپړې شوې دي.

د سرچينې په وينا، په دې پروژو کې د يوه محافظوي دېوال، پُلګوټو، ټولنيزو مرکزونو او يوه استنادي دېوال جوړول، د پلې لارو پخول، د ځمکو خړوبولو د يوه کانال ودانول، د سړک غاړې ويالو پخول، پر سړک شګې اچول، د يوه کارېز او د څښاک اوبو د څاګانو کيندل شامل دي، چې ۲۳۸۹ کورنۍ ترې ګټه اخلي.

سرچينه زياتوي، د ملي پيوستون پروګرام په لوګر ولايت کې ۷۸۰ کلي تر خپل پوښښ لاندې راوستي دي، تر اوسه توانېدلی ۱۲۸۶ پروژې په بېلابېلو سکټورونو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې کړي.

اوس مهال په لوګر کې د ياد پروګرام د ۵۷۲ نورو پروژو کار دوام لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA