د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د ۲۰۱۶ کال ۲۰ اوريز نړيوال جام په غوراوي سياليو کې د پنځم مقام ګټلو لپاره له عمان سره لوبه كوي. افغانستان وړمه ورځ پاپو نيو ګيني ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه او راتلونکی ميلادي کال په هند کې د شل اوريز نړيوال جام ترسره کېدونکو سياليو ته يې ته
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د ۲۰۱۶ کال ۲۰ اوريز نړيوال جام په غوراوي سياليو کې د پنځم مقام ګټلو لپاره له عمان سره لوبه كوي.
افغانستان وړمه ورځ پاپو نيو ګيني ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه او راتلونکی ميلادي کال په هند کې د شل اوريز نړيوال جام ترسره کېدونکو سياليو ته يې ته لاره ومونده.
د نننۍ لوبې پچه، چې د كابل په وخت نن ماسپښين يوه نيمه بجه پيل شوه، افغانستان وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.
د عمان لوبډلې د شلو اورونو په لوبولو سره د ۹ لوبغاړي په سوځېدو ۱۲۷ منډې وكړې او افغان لوبډلې ته يې د ۱۲۸ منډو هدف كېښود.
د کرکټ شل اوريز نړيوال جام ته د لار موندنې په هدف د غوراوي سياليو کې له ۱۴ برخه اخيستونکو هېوادونو څخه د افغانستان، ايرلنډ، سکاټلنډ، هالنډ، عمان او هانګ کانګ شپږو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلو نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


