خوست کې د طالبانو په یوه برید کې یوه کورنۍ ټوله له منځه تللې ده، یوازې یوه کوچنۍ ماشومه یې پاتې ده چې په هېڅ نه پوهېږي او له دې بې خبره ده چې کورنۍ یې څه شوه.
خوست کې د طالبانو په یوه برید کې یوه کورنۍ ټوله له منځه تللې ده، یوازې یوه کوچنۍ ماشومه یې پاتې ده چې په هېڅ نه پوهېږي او له دې بې خبره ده چې کورنۍ یې څه شوه.
دا برید د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۱ مه د یکشنبې په ورځ ماښام مهال په خوست کې د بهرنیو ځواکونو د یوه نظامي مرکز ترڅنګ وشو چې له كبله یې ۲۷ تنه ولسي وګړي ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.
دغه راز په دغه برید کې ۶ تنه هغه امنیتي افغان ساتونکي هم وژل شوي چې د بهرنیو ځواکونو د ساتنې لپاره يې د ځانګړي ځواک په توګه فعالیت کاوه. د برید پرمهال د خوست ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر په قول د همدې ځواکونو ۱۲ نور امنیتي سرتیري ټپیان شوي هم دي.
له یاد ماښام وروسته د خوست رنګ پیکه، خلک ویرجن، خوست ښار ته د ننوتو یو شمېر مشهورې لارې تړلې او اړمن خلک په بدیلو لارو ښار ته راراوان وو. په دې برید کې داسې ملکیان هم وژل شوي چې د استوګنې كورونه يې نه لرل، مېرمنو او نجونو يې بنګړي او نور ښځینه وسایل پلورل او نارينه وو يې د موسيقۍ الات غږول او خرڅول.
د دغو خلكو کیږدۍ او خيمې د خوست ښار لوېدیځ لورې ته د منګسو په نوم کلي ته څېرمه په یوه پراخ میدان کې ولاړې دي چې د مسلیانو په نوم مشهور دي. له دغو کیږدیو د چنګاښ په ۲۲مه سهار مهال د ۱۸ ماشومانو، ښځو او سړیو جنازې ووتې.
دغه د کېږدیو اوسېدونکي د موسم په تغيیر د اوسېدو ځای هم بدلوي، په اوړي کې خوست ته راځي او په ژمي کې له ډیورنډ پولې هاخوا د مروتو په سیمه کې استوګن کیږي. دوی په زړو کیږدیو او خيمو کې اوسیږي، د ژوند سطحه یې د اصلي اوسېدونكو په پرتله خورا ټيته دي. دوی چې د ورځې څه ګټي بیګاه ته یې خوري، ځکه د ورځني ژوند مهالوېش یې همداسې دی.
خو له یاد ماښام وروسته د دوی کوډلې هغسې نه دي، د خوښۍ څرک پکې نه ترسترګو کیږي، د ویر ټغرونه پکې غوړیدلي دي، اوس د دوى له كيږديو د موسيقۍ پر ځاى د ښځو او ماشومانو د ژړا او ویرونو اوازونه انګازې كوي. یوې مېرمنې په ژړغوني غږ خوست كليد راډیو ته وویل: (( داسې کیږدۍ هم شته چې له ټولې کورنۍ یې ایله یوه ماشومه پاتې ده، نوره یې ټوله کورنۍ وژل شوې ده.)) يادې مېرمنې زياته كړه:(( دا زما د ورور كورنۍ وه، چې یوازې یوه نجلۍ یې په کور کې پاتې شوه، نور چې يې څه ماشومان و، له ښځې سره يې مړه شول.))
دا چې ولې دوى ته دومره ځاني زيان واوښت، د دې كيږديو يو زلمی يې په اړه وايي چې تر شلو زیات نارینه او ښځینه یې د توکو تر پلورلو وروسته له بازاره په دوو زرنج ډوله ریکشو کې له ماشومانو سره یو ځای کورونو ته پر لاره وو:(( د امریکایانو د مرکز د تالاشۍ پوستې ته په رارسېدو چاودنه وشوه او ټول په كې ووژل شول.)) ياده سرچينه زياتوي:((۱۸کسان مو وژل شوي، په دې کې ۷ تنه ښځې دي، ۴ نارینه دي، نور ټول واړه ماشومان دي، موږ عاجز خلک یو، خپله غریبي کوو، ښځینه مو بنګړي خرڅوي، نارینه هم ورسره وي، ځوانان مو پروګرامونه کوي او د موسیقۍ الات پلوري.))
خو د دغو کیږدیو اوسېدونکي له سیمه والو خوښ وو چې د دوی مړو ته يې قبرونه تیار کړل او په درناوي یې خاورو ته وسپارل. دوی ویل چې سیمه والو لومړی د سړیو، بیا د ښځو او بیا د ماشومانو ډله ییزې جنازې وکړې. دوی ویل چې ځینې کسان یې ټپیان هم دي، چې درملنه غواړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

