په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان امريکايي جنرال جان کمپبل پرون په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکز کې د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره وکتل. په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان امريکايي جنرال جان کمپبل پرون په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکز کې د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره وکتل.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو د دفتر (آى اېس پي آر) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو جنرالانو د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې پر امنيت خبرې وکړې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، جنرال جان کمپبل د پاکستان د هغو هڅو ستاينه وکړه، چې تېره مياشت يې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو لپاره کړې وې.
جنرال جان کمپبل له راحيل شريف سره په داسې حال کې پر سرحدي امنيت خبرې کړي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پرون په کابل کې د پاکستان سفير د سرحدي بريدونو په غبرګون کې احضار کړى و.
د دغه وزارت په وينا، په دې وروستيو کې له پاکستان څخه د ننګرهار او د کونړ ولايتونو پر خاوره لسګونه توغندي توغول شوي، چې له کبله يې څلور ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.


