ads

په بادغيس کې ۲۲ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

په بادغيس ولايت کې د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۲۲ پروژې د ۱۷ ميليونه او ۳۱۰ زره افغانيو په لګښت بشپړې او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. په بادغيس ولايت کې د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۲۲ پروژې د ۱۷ ميليونه او […]

نویسنده: TKG
31 چنګاښ 1394

په بادغيس ولايت کې د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۲۲ پروژې د ۱۷ ميليونه او ۳۱۰ زره افغانيو په لګښت بشپړې او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

په بادغيس ولايت کې د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۲۲ پروژې د ۱۷ ميليونه او ۳۱۰ زره افغانيو په لګښت بشپړې او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د ملي پيوستون پروګرام د رسنيو دفتر څخه نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژې د بادغيس ولايت په قادس او قلعه نو ولسواليو کې بشپړې شوې دي.

د سرچينې په وينا، په دې پروژو کې د يوه محافظوي دېوال، پُلګوټو، استنادي دېوالونواو د څښاک اوبو د زېرمو جوړول، د څښاک اوبو د څاګانو کيندل، د اوبو لګولو د کانالونو ودانول او پر سړک شګې اچول شامل دي، چې ۲۹۰۴ کورنۍ ترې ګټه اخلي.

سرچينه زياتوي، د ملي پيوستون پروګرام په بادغيس ولايت کې ۷۵۰ کلي تر خپل پوښښ لاندې راوستي دي، تر اوسه توانېدلی ۱۶۱۴ پروژې په بېلابېلو سکټورونو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې کړي.

اوس مهال په بادغيس کې د ياد پروګرام د ۱۴۴ نورو پروژو کار دوام لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA