ads

مخامخ خبرې

په اسلام اباد کې د افغان حکومت او طالب وسله والو د استازو ترمنځ مخامخ خبرې د سولې او ثبات په لور يو مهم ګام ګڼل کېږي، خو مهمه دا ده، افغان حکومت چې سوله خپل تر ټولو ستر لومړیتوب بولي، باید د دغو خبرو اترو په نسبت په احتیاط چلند وکړي او پرېنږدي چې […]

نویسنده: TKG
31 چنګاښ 1394
مخامخ خبرې

په اسلام اباد کې د افغان حکومت او طالب وسله والو د استازو ترمنځ مخامخ خبرې د سولې او ثبات په لور يو مهم ګام ګڼل کېږي، خو مهمه دا ده، افغان حکومت چې سوله خپل تر ټولو ستر لومړیتوب بولي، باید د دغو خبرو اترو په نسبت په احتیاط چلند وکړي او پرېنږدي چې د افغانستان دښمنان له دې

په اسلام اباد کې د افغان حکومت او طالب وسله والو د استازو ترمنځ مخامخ خبرې د سولې او ثبات په لور يو مهم ګام ګڼل کېږي، خو مهمه دا ده، افغان حکومت چې سوله خپل تر ټولو ستر لومړیتوب بولي، باید د دغو خبرو اترو په نسبت په احتیاط چلند وکړي او پرېنږدي چې د افغانستان دښمنان له دې حرکت نه، چې افغانان ورته ډېر لېواله دي، د خپلو اوږدمهالو او لنډمهالو ګټو د ترلاسه کولو لپاره، په سیمه ييزه او نړیواله کچه سیاسي استفاده وکړي.

د افغان حکومت استازي په اسلام اباد کې د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول له خپل مخالف طالب وسله والو له سیاسي استازو سره مخامخ خبرو ته کېناستل، هغه څه چې طالبانو بیا بیا ردول او لاسپوڅی يې ګاڼه.

څه موده وړاندې د نوازشریف د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په يوه ناسته کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو د مخامخ خبرو خبر ورکړی و، ډېری شنونکو دا باور درلود چې پاکستان دا کار کولای شي خو اراده يې نه کوي، ځکه له دې کار سره پر طالبانو د پاکستان د زیات نفوذ ګمان کاملا په یقین بدلېږي. د شنونکو په اند پاکستان بالاخره دغه ریسک د نړیوال فشار له کبله منلی او ښايي او وروسته تر دې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

د دې مخامخ ناستې او خبرو اهمیت په دې کې دی چې له يوې لسیزې وروسته طالب وسله وال بالاخره دې ته غاړه ږدي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

افغانان هم  دا خبرې په نیک فال نیسي او ورته هیله من دي، خو د ځینو مدني ټولنو او افغان ښځو اندیښنه په دې کې ده چې د سولې خبرې اترې باید د ښځو له حضور څخه پرته تر سره نه شي، ځکه ښځې زموږ د ټولنې تر نیمایي زیات نفوس جوړوي، نو نباید دا نیمه برخه له پامه وغورځول شي، که څه هم د دې خبرو یو ګډون وال حاجي دین محمد رسنیو ته وویل چې په راتلونکو ناستو کې به د ښځو حضور هم په پام کې نیول کېږي، خو ښځې یوازې سمبولیک او نمایشي حضور نه غواړي بلکې غواړي په مهمو او بنسټیزو پریکړو کې ونډه او حضور ولري. ځکه ښځې نه غواړي د تیرو دیارلسو کلونو لاسته راوړنې له لاسه ورکړي.

دې ناستې یو لړ غبرګونونه له ځان سره لرل. افغانان چې د روانې تحميل شوې جګړې اساسي قربانیان دي، د دغه حرکت په نسبت ډېر خوشبينه ښکاري او دا ګڼي چې په لنډ مهال کې به دا خبرې څرګندې پايلې ولري. سپينې ماڼۍ او د پاکستان صدراعظم نوازشریف د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ له مخامخ خبرو هرکلی کړی خو خپله طالبانو د دې خبرو اترو په نسبت خپل څرګند دريځ نه دی بیان کړی. کومه اعلامیه هم چې د طالبانو له خوا خپره شوې د دې خبرو په باب په کې څه نه دي راغلي، یوازې دومره ویل شوي چې د خبرو اترو پوره واک او صلاحیت د طالبانو له سیاسي دفتر سره دی. په اعلامیه کې د سیاسي دفتر له ذکر کولو سره په قطر کې د طالبانو سیاسي نمایندګۍ ویلي چې د دوی استازي په دې ناسته کې ګډون نه درلود. جالبه لا دا چې د قطر دفتر ویاند وايي چې په اسلام اباد کې خبرو اترو ته ناست طالب استازي د ای اس ای تر اغېز لاندې خلک دي او دا ډول خبرې کومه پايله نه شي لرلای.

د افغان لوري په استازو کې د بهرنیو چارو سیاسي معین حکمت کرزی او د سولي عالي شورا غړی حاجي دین محمد او د طالبانو له لوري مولوي عباس او د حقاني ورور حاجې ابراهیم ګډون درلود. د حاجي ابراهیم ګډون په دې معنی ده چې حقاني شبکه به هم په دې مذکراتو کې برخه لري. تمه کېږي چې تر اختر وروسته ناستو کې د ښځو استازو د حضور اندېښنه هم له منځه لاړه شي.

افغان حکومت چې سوله خپل یوازنی لومړیتوب په ګوته کوي، باید د سولې او مذاکراتو په برخه کې هر ډول امکان له نظره ونه غورځوي او په احتیاط دغه پروسه تعقیب کړي چې نه تېرې څوارلس کلنې لاسته راوړنې ورسره زیانمنې شي او نه هم دغه بهیر بې پايلې پاتې شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA