ملګرو ملتونو په يوه اندېښمنوونكي راپور كې ويلي چې په ۲۰۱۴ میلادي كال کې د جګړو له كبله هره ورځ لږ تر لږه ۷ تنه افغان ماشومان مړه او ټپيان شوي دي. ملګري ملتونه وايي، اندېښمنوونكې دا ده چې شايد په روان كال كې دا شمېره نوره هم لوړه شي او افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ په کچه په یوه تر ټولو خطرناك هېواد بدل شي.
ملګرو ملتونو په يوه اندېښمنوونكي راپور كې ويلي چې په ۲۰۱۴ میلادي كال کې د جګړو له كبله هره ورځ لږ تر لږه ۷ تنه افغان ماشومان مړه او ټپيان شوي دي. ملګري ملتونه وايي، اندېښمنوونكې دا ده چې شايد په روان كال كې دا شمېره نوره هم لوړه شي او افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ په کچه په یوه تر ټولو خطرناك هېواد بدل شي.
په كابل كې د يونیسف يا له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې وياند عبدالعزيز فروتن د سږني كال وروستي معلومات نه دي په ډاګه كړې، خو وايي، په تېر کال کې په افغانستان كې د جګړو له زوره هره ورځ ۷ تنه ماشومان وژل شوي يا ټپيان شوي دي:(( سږكال جګړې زياتې دي؛ نو وېره لرو چې په ۲۰۱۵ كې به دا كچه نوره هم زياته شي.)) فروتن وايي، كله چې یې ۲۰۱۴ كال له ۲۰۱۳ سره پرتله كړ؛ نو د ماشومانو په مرګ ژوبله كې د ۲۰۱۳ کال په پرتله په ۲۰۱۴ كې ۴۷ فيصده زياتوالى راغلى و؛ نو پر دې بنسټ ښايي د سږني كال ارقام د ماشومانو د مرګ ژوبلې له اړخه لا اندېښمنوونكي وي.
دا په داسې حال كې ده چې د چنګاښ په لسمه د ملګرو ملتونو همدې څانګې په كابل كې د یوه راپور په ترڅ کې وويل چې په تېرو څلورو كلونو كې د افغانستان په جګړه كې ۲۳۰۲ تنه ماشومان وژل شوي دي. په دغه راپور کې راغلي وو چې د ۲۰۱۰ كال له سپټمبر نه د ۲۰۱۴ كال تر ډسمبره پورې ۵۰۴۷ افغان ماشومان ټپيان شوي هم دي. په راپور كې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي بانكي مون دا خبره هم راخستل شوې وه چې ویل یې، دا مهال په افغانستان كې د جګړې تر ټولو دروند بار د ماشومانو پر اوږو دى.
ډاكټر حنيف شينوارى چې په جګړه کې د ماشومانو مرګ ژوبلې سخت خواشینی کړی دی، پر حكومت غږ كوي چې د ماشومانو د ژوند د خونديتوب تر څنګ دې د دوى لومړني حقونه د هېواد په ګوټ ګوټ كې ورته ورسوي. ده د جګړې له ښكېلو غاړو په کلکه وغوښتل چې د ملكي وګړو، ښځو او ماشومانو د تلفاتو د مخنيوي پوره هڅه دې وكړي او كه كېداى شي؛ نو خپله دې هم اختلافات حل او د سولې په ټغر دې كېني او د وینو تویول دې ودروي:(( يو كس ملي اردو كې كار كاوه، طالبانو په خوګياڼو كې زوى ورته وويشت، پر ماشومانو جنسي تېري په هغه كچه زيات دي چې تاسې يې خپله راپورونه اورئ، په جلال اباد كې چاودنه وشوه، ماشومان او ښځې يې زيات قربانيان وو، هر ځاى كې د ماشومانو لپاره ستونزې دي، ښه مكتب، ښه درسي چاپېريال او صحي خدمات نه لري او حكومت بيا وايي چې دوى د سبا ورځې مشران دي، څنګه به دوى راتلونكې كې يوه سالمه ټولنه رامنځته كړاى شي چې حكومت ورته اوس هېڅ پاملرنه نه كوي؟)) بلخوا د بشري حقونو خپلواك كمسيون وياند رفيع الله بيدار هم دا مني چې افغان ماشومان د جګړې تر څنګ په ډېرى مواردو كې زيان منونكى قشر پاتې شوى دی. دى وايي:((( زموږ ټینګار پر امنیتي ځواکونو او د دولت پر مخالفینو دا دی چې په عملیاتو کې ملکیانو ته په خاصه توګه ماشومانو ته تلفات وانه وړي، يوازې دا ستونزه نه ده نور هم داسې څه شته چې د ماشومانو ژوند يې تريخ كړى دى، په تر ټولو تازه مورد کې د کابل د اتمې حوزې په اړونده سیمه کې د یوه درې کلن ماشوم مړی وموندل شو چې د نامعلومو کسانو له خوا تر جنسي تیري وروسته په ډېرې بې رحمۍ سره وژل شوی و.))
د افغان، بهرنیو ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ په جګړو کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې خبرونه داسې مهال خپرېږي چې یوه لویه برخه ماشومان له زده كړو، ښه ژوند، روغتيايي خدمتونو او نورو اسانتياو هم محروم دي. په دې اړوند خپاره شوي ارقام او د کلید ګروپ څېړنې ښيي چې شاوخوا ۴ملیونه هغه ماشومان چې تر ۱۸ کلنۍ کم عمرونه لري، ښوونځي ته لاسرسی نه لري او ۲ ملیونه نور په شاقه کارونو بوخت دي. یوازې که د کابل په سړکونو او واټونو راوګرځو؛ نو راڅرګنده به شي چې ۳۷ زره ماشومان په کې په درنو او شاقه کارونو بوخت دي. په دغو کسانو هغه شمېر کارګرماشومان هم شامل دي چې په میاشتنۍ کچه یې ګټه وټه له زرو تر اوو زرو افغانیو پورې رسېږي. حمیدالله چې ۱۷ کاله عمر لري، یو له دغو ماشومانو څخه دی، نوموړی:(( له شپږکلنۍ راهیسې ډول ډول کارونه کوم، کیلې به مې خرڅولې او نور کارونه کوم، باید ډوډۍ پیدا کړم.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


