ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د ۲۰۱۶ کال د ۲۰ اوريز نړيوال جام لپاره په غوراوي سياليو کې له پاپو نيو ګيني سره د لوبې ډګر ته ووځي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د ۲۰۱۶ کال د ۲۰ اوريز نړيوال جام لپاره په غوراوي سياليو کې له پاپو نيو ګيني سره د لوبې ډګر ته ووځي.
دا لوبه د کابل په وخت له غرمې وروسته يوه نيمه بجه پيلېږي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د هانګ کانګ له لوبډلې ماتې وخوړه.
ددې لوبې په بايللو سره افغانستان د نيمه پايلوبې له لوبولو پاتې شو، خو د ۲۰۱۶ کال نړيوال جام ته د ورتګ يو بل چانس هم لري.
اوس بايد افغانستان د سبا ورځې لوبه وګټي، ترڅو نړيوال جام ته لاره ومومي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


