د هلمند امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د روخام ډبرې کانونو کې اوس هم غیر قانوني کيندنې کېږي.
د هلمند والي میرزاخان رحیمي وايي چې د خانشین د ولسوالۍ د روخام د قیمتي ډبرو له کانونو څخه اوس هم په ناقانونه توګه کيندنې او قاچاق دوام لري. د هلمند امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د روخام ډبرې کانونو کې اوس هم غیر قانوني کيندنې کېږي.
د هلمند والي میرزاخان رحیمي وايي چې د خانشین د ولسوالۍ د روخام د قیمتي ډبرو له کانونو څخه اوس هم په ناقانونه توګه کيندنې او قاچاق دوام لري.
نوموړی وایي چې د مخینوي لپاره يې تر دې دمه داسې هیڅ د پام وړ کار نه دی شوی، چې په وینا یې یو شمېر زورواکي په خپله خوښه په کې کيندنې کوي او هغه شرکتونه چې له اړوند وزارت څخه یې له وړاندې قراردادونه تر لاسه کړي، مسلکي نه دي.
رحميي وویل چې غواړي له هغو شرکتونو سره نوي قراردادونه وکړي چې په اړونده برخه کې مسلکي کسان او وسایل ولري او له بلي خوا یې د امنیت د ټینګښت په هدف هم پر نوو پلانونو کار پیل کړی دی چې په عملي کولو سره به یې د ناقانونه کیندنو مخه ونیول شي.
همدا راز د هلمند د ولایتي شورا رئیس حاجي محمد کریم اتل هم اندیښه ښيي، دی وايي چې د خانشین د ولسوالۍ د روخام د ډبرو په کان کې نه یواځې چې خپلسرې او غیري مسلکي کیندنې دوام لري خو تر څنګ يې هغه قراردادونه چې په رسمي ډول شوي دي.
خو یو شمیر شرکتونو په خپل منځ کې د یوه قرارداد کاپیانې په ایستلو باندې ځان ته ترې ګټه پورته کوي.
اتل زیاتوي په دغه کانونو باندې د تیرو څو کلونو په تر څ کې هیڅ ډول کنټرول او پاملرنه نه ده شوې او هلته شوي قراردادونه د امنیت د نشتون له کبله هیڅ قانوني او اصولې بڼه نه لري او باید ژر تر ژره يې مخه ونیول شي.
په هلمند ولایت کې دا مهال د یادو ډبرو لپاره د پروسس یوه فابریکه شتون لري، چې په لږ اندازه ډبره له یاد کان څخه پیري، د همدې فابریکې رئیس محمد لعل کارګر وايي اوس مهال د روخام د ډبرو له کانونو څخه یوازې په کال کې ۵۰ ټنه ډبره پروسس کوي او په دي برخه کې یې ستونزه داده چې د امنیت د نشتوالي له کبله دوی بهرنی بازار نشي موندلاي.
دده په وینا که چیرې له یاد کان څخه په سمه توګه څارنه وشي، نو ډیر افغاني سوداګرو ته به ددې زمینه برابره شي چې دغو کانونو څخه په زیاته کچه ډبرو ته به په خصوصي توګه فابریکې جوړې کړي.
په لښکرګاه کې د روخام د ډبرو په فابریکه کې اوس مهال یوازې ۶۰ تنه کارګر په کې په کار بوخت دي خو د مسوولینو په وینا که چیرې بهرنی بازار ولري په سلګونه کسان به په دې فابریکه کې په کار وګمارل شي.


