ads

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او کاناډا ترمنځ لوبه وځنډېده

ټاکل شوې وه د کابل په وخت نن ماسپښين يوه نيمه بجه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۶ کال د کرکټ نړيوال جام په ټاکنيزو سياليو کې خپل وروستۍ ګروپي لوبه له کاناډا سره ترسره کړي، خو د لوبغالي د لوندوالي له کبله دغه لوبه تراوسه ځنډېدلې ده.     ټاکل شوې وه د […]

نویسنده: TKG
27 چنګاښ 1394
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او کاناډا ترمنځ لوبه وځنډېده

ټاکل شوې وه د کابل په وخت نن ماسپښين يوه نيمه بجه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۶ کال د کرکټ نړيوال جام په ټاکنيزو سياليو کې خپل وروستۍ ګروپي لوبه له کاناډا سره ترسره کړي، خو د لوبغالي د لوندوالي له کبله دغه لوبه تراوسه ځنډېدلې ده.

تر دې وړاندې افغانستان پنځه لوبې ترسره کړې دي، درې يې ګټلي دي، يوه يې بايللې او يوه لوبه يې د باران له کبله له کينيا سره مساوي شوې ده.

تر دې مهاله افغانستان د ۷ پاينټونو په لرلو په b ګروپ کې دويم مقام لري.

له کاناډا سره د افغانستان نننۍ لوبه له غرمې وروسته په يوه نيمه بجه پيلېږي.

د ۲۰۱۶ كال د كركټ ۲۰ اوريز جام لپاره ټاكنيزو سياليو كې ١٤ لوبډلې برخه لري او په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA