د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي سياليو په لړ کې عمان افغانستان ته په څلوزښتو منډو ماتې ورکړه. دغه لوبه چې د چهارشنې په ورځ په سکاټلنډ کې ترسره شوه، پچه يې عمان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه.
د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي سياليو په لړ کې عمان افغانستان ته په څلوزښتو منډو ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې د چهارشنې په ورځ په سکاټلنډ کې ترسره شوه، پچه يې عمان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه.
د عمان کرکټ لوبډلې په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ۱۴۵ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري محمد نبي ۳ ، افتاب عالم دوه او شاه پور ځدران يو لوبغاړی وسوځول.
د افغانستان ملي لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله په ۱۰۴ منډو وسوځېده او دغه راز عمان دا لوبه د ۴۰ منډو په توپير سره وګټله.
افغانستان تر دې مخکې له سکاټلينډ، هالينډ او متحده عربي اماراتو خپلې لوبې ګټلې، خو له کينيا سره لوبه د باران له امله مساوي پای ته رسېدلې وه.
افغانستان به خپله وروستۍ لوبه له کاناډا سره ترسره کوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


