په کابل ولايت کې د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۴۲ پروژې د ۶۲ ميليونه او ۳۳۶ زره افغانيو په لګښت بشپړې او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په کابل ولايت کې د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۴۲ پروژې د ۶۲ ميليونه او ۳۳۶ زره افغانيو په لګښت بشپړې او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ملي پيوستون پروګرام د رسنيو دفتر څخه نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژې د کابل ولايت په ګلدرې،استالف، موسهي، پغمان، کلکان، قره باغ او خاک جبار ولسواليو کې بشپړې شوې دي.
د سرچينې په وينا، په دې پروژو کې د يوه محافظوي دېوال او ټولنيزو مرکزونو جوړول، د اوبو لګولو د يوه کانال ودانول، د اوبو رسولو د شبکو غځول او د څښاک اوبو د څاګانو کيندل شامل دي، چې ۶۵۱۲ کورنۍ ترې ګټه اخلي.
سرچينه زياتوي، د ملي پيوستون پروګرام په کابل ولايت کې ۴۱۶ کلي تر خپل پوښښ لاندې راوستي دي، تر اوسه توانېدلی ۲۲۵ پروژې په بېلابېلو سکټورونو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې کړي.
اوس مهال په کابل کې د ياد پروګرام د ۳۶۵ نورو پروژو کار دوام لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


