په بهرنیو چارو کې د پاکستان صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي، له هند سره په مذاکراتو کې به د کشمیر مسئله د خبرو په سر کې وي. نوموړي په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي، چې د روسیې په اوفا ښار کې د شانګهای غونډې په څنډه کې د هند او پاکستان صدراعظمانو لیده کاته که
په بهرنیو چارو کې د پاکستان صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي، له هند سره په مذاکراتو کې به د کشمیر مسئله د خبرو په سر کې وي.
نوموړي په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي، چې د روسیې په اوفا ښار کې د شانګهای غونډې په څنډه کې د هند او پاکستان صدراعظمانو لیده کاته که څه هم د مذاکراتو لپاره ښه پیل و، خو تر هغې، چې د کشمیر مسئله د دواړو هیوادونو تر منځ حل نشي مذاکرات ناشوني دي.
سرتاج عزيز زیاته کړې، چې په اوفا ښار کې د پاکستان او هند صدراعظمانو تر منځ خبرو کې پاکستان له هنده غوښتي، چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې وسله والو سره د مرستو لړۍ دې ودروي او همدا راز خپل نیابتي جګړه دې ختمه کړي، چې په ځواب کې یی د هند صدراعظم پاکستان په دې تورن کړ، چې ګواکې په هند کې ترهګرۍ ته د ودې په موخه هڅې کوي.
د دواړو هیوادونو مشرانو تر منځ دا لیده کاته وروسته له هغې تر سره شول، چې له تېرو څو کلونو یو ځل بیا د کشمیر په مسئله د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د جګړې پولو ته رسېدلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


