څو شېبې وړاندې په ويانا کې د تهران د اټومي پروګرام په اړه د ايران او د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ خبرې يوې موافقې ته ورسېدې. ټاکل شوې ده څو شېبې وروسته د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره ګډ خبري کنفرانس ورکړي.
څو شېبې وړاندې په ويانا کې د تهران د اټومي پروګرام په اړه د ايران او د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ خبرې يوې موافقې ته ورسېدې.
ټاکل شوې ده څو شېبې وروسته د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره ګډ خبري کنفرانس ورکړي.
تردې وړاندې د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي وو، چې په خبرو کې ډېر پرمختګ شوی، خو ځيني مهم مسايل تراوسه لا نه دي حل شوي.
د دغې موافقې له مخې به ايران خپل اټومي پروګرام محدودوي او په مقابل کې به يې پر دغه هېواد د امريکا او اروپايي ټولنې لګول شوي بنديزونه د ۲۰۱۶ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې لرې کېږي.
په اړه بې نور جزيات وروسته پرليكه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

