ads

د يمن په تازه نښتو كې ۳۵ كسان وژل شوي

په یمن کې د حوثي وسله والو او د منصور هادي پلویانو تر منځ تازه نښتو کې ۳۵ کسان وژل شوي دي. د یمن د لرې کړای شوي جمهور رئيس منصور هادي د پلویانو خپور کړي بیان كې راغلي، چې دغه نښتې تېره ورځ ناوخته د راس عمران په سیمه کې را     په […]

نویسنده: TKG
22 چنګاښ 1394
د يمن په تازه نښتو كې ۳۵ كسان وژل شوي

په یمن کې د حوثي وسله والو او د منصور هادي پلویانو تر منځ تازه نښتو کې ۳۵ کسان وژل شوي دي. د یمن د لرې کړای شوي جمهور رئيس منصور هادي د پلویانو خپور کړي بیان كې راغلي، چې دغه نښتې تېره ورځ ناوخته د راس عمران په سیمه کې را

 

 

په یمن کې د حوثي وسله والو او د منصور هادي پلویانو تر منځ تازه نښتو کې ۳۵ کسان وژل شوي دي.

د یمن د لرې کړای شوي جمهور رئيس منصور هادي د پلویانو خپور کړي بیان كې راغلي، چې دغه نښتې تېره ورځ ناوخته د راس عمران په سیمه کې را منځته شوې دي.

سرچينې دغه راز له سختو جګړو وروسته له حوثي وسله والو څخه د دغې سیمې د نیولو دعوه هم کړې ده.

د دوى په وينا، د نښتې په ترڅ کې دیرش حوثي وسله وال او پنځه حکومتي سرتیري وژل شوي دي.

دا تازه بریدونه او نښتې وروسته له هغې کیږي، چې دملګرو ملتونو د جمعې او شنبې په شپه له دواړو غاړو غوښتي وو، چې اوربند وكړي، خو دې اوربند يواځې څو ساعته دوام وكړ.

په یمن کې د زرګونه خلکو، چې په جګړو کې ګیر دي، وضیعت ورځ تر بلې خرابېږي او وېره شته، چې د خوراکي توکو د کمښت له كبله یوشمیر خلک د ولګې سره مخ شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA