د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د ۲۰۱۶ کال د ۲۰ اوريز نړيوال جام لپاره په غوراوي سياليو کې کوربه سکاټلنډ ته په ۳۷ منډو ماتې ورکړه او پرله پسې درېيمه بريا يې خپله کړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د ۲۰۱۶ کال د ۲۰ اوريز نړيوال جام لپاره په غوراوي سياليو کې کوربه سکاټلنډ ته په ۳۷ منډو ماتې ورکړه او پرله پسې درېيمه بريا يې خپله کړه.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۰ منډې جوړې کړې او خپلې سيالې لوبډلې ته يې د ۲۱۱ منډو هدف ورکړ، خو د سکاټلنډ لوبډلې ونه شو کولای ورکړل شوی هدف تر لاسه کړي او په ۱۹ اعشاريه ۲ اورونو کې يې د ۱۷۵ منډو په جوړولو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
د افغانستان له لوري په توپ وهنه کې شهزاد محمدي ۷۵ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
افغانستان تر دې وړاندې هالنډ او متحده عربي اماراتو ته هم ماتې ورکړې وې او نن به د کابل په د مازيګر په ۵ بجو او ۴۵ دقيقو له کينيا سره د لوبې ډګر ته ووځي.
د ۲۰۱۶ كال د كركټ ۲۰ اوريز جام لپاره ټاكنيزو سياليو كې ١٤ لوبډلې برخه لري او په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.
افغانستان په خپل B ګروپ کې تر اوسه درې لوبې کړي، چې درې واړه يې ګټلې يې دي او د کينيا، کاناډا او عمان له لوبډلو سره هم لوبې لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


