ads

“كه همت ونه بايلو ستونزې به هوارې شي”

افغانې ښځې نن سبا زياتره هغه دندې پرمخ وړي چې پخوا به نارنيه وو پرمخ وړلې. ښځې په دې وروستيو كلونو كې په لويو ماركېټونو كې د سينګار توكو، ښځينه جامو او نورو اړتيا وړ شيانو په پلورلو بوختې وې، خو اوس د سړك پر سر د موبايل له كارتونو څخه نيولې تر سبو او […]

نویسنده: TKG
21 چنګاښ 1394
“كه همت ونه بايلو ستونزې به هوارې شي”

افغانې ښځې نن سبا زياتره هغه دندې پرمخ وړي چې پخوا به نارنيه وو پرمخ وړلې. ښځې په دې وروستيو كلونو كې په لويو ماركېټونو كې د سينګار توكو، ښځينه جامو او نورو اړتيا وړ شيانو په پلورلو بوختې وې، خو اوس د سړك پر سر د موبايل له كارتونو څخه نيولې تر سبو او د كور د نورو اړتيا وړ شيانو په

افغانې ښځې نن سبا زياتره هغه دندې پرمخ وړي چې پخوا به نارنيه وو پرمخ وړلې. ښځې په دې وروستيو كلونو كې په لويو ماركېټونو كې د سينګار توكو، ښځينه جامو او نورو اړتيا وړ شيانو په پلورلو بوختې وې، خو اوس د سړك پر سر د موبايل له كارتونو څخه نيولې تر سبو او د كور د نورو اړتيا وړ شيانو په پلورلو هم بوختې دي.

د كابل ښار په ځينو سيمو كې د نارينه پلورونكو تر څنګ ښځې هم ليدل كېږي. د بي بي ګل په نوم يوه ښځه چې د سړك پر سر يې يو دسمال غوړولى او د سبو په پلورلو بوخته وي وايي، سهار وختي سابه له بزګرانو څخه په كمه بيه اخلي، څو وكولاى شي په مناسبه بيه يې وپلوري.

نوموړې د خپل كار د وضعيت او ستونزو په اړه وويل: ((هر كار خپلې ستونزې لري، ژوند په اسانه پرمخ نه ځي، خو كه خپل همت ونه بايلو ستونزې با اسانه شي.))

سكينه يوه بله ځوانه ښځه ده چې په ښار كې دننه د يوه پلورنځي په مخ كې د موبايل كارتونه خرڅوي او له دې لارې له خپلې كورنۍ سره مرسته كوي.

د نوموړې په وينا، د كار په پيل كې د خلكو له ملنډو او حيرانتيا سره مخ وه او كله به يې ازاروله هم، خو د ورځو په تېرېدو سره خلك په بازارونو كې د ښځو له كارونو سره عادت شوي دي.

سكينه وايي: ((كه څه هم په ماركېټونو كې د ښځينه پلورونكو حضور د يو شمېر نارينه وو لپاره د منلو وړ نه دى، خو بيا هم د هرې ورځې په تېرېدو سره زياتې ښځې دې كار ته مخه كوي.))

وحيده هغه پلورونكې ده چې له دوو كلونو راهيسې د كابل ښار په كوټه سنګي سيمه كې  ښځينه جامې پلوري او له خپل كار څخه راضي ده.

هغه وايي: ((په كار كې د ورځې ۲۰۰ افغانۍ ګټه كوم، كله چې ښځې زمان دوكان ته راځي، نو زما په ليدو ډېرې خوشالېږي او زه هم خوشاله په دې يم چې له يوې خوا د ښځو لپاره يو كار سر ته رسوم او له بلې خوا د خپلې كورنۍ له اقتصاد سره مرسته كوم.))

په داسې يوه ټولنه كې چې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په وينا د هېواد د نوي نسل په فكر باندې د ښځو ضد مفكوره حاكمه ده، نو د ښځو او نجونو لپاره كار كول له ستونزو څخه لرې نه دي.

د كابل ښار په پلورنځيو كې يو شمېر هغه نجونې پلورونكې دي چې لوړې زده كړې لري، خو د دې لپاره چې په دولتي ادارو كې ورته د كار فرصت نه برابرېږي ياده دنده پرمخ وړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې په ټولنه كې د ښځو له اقتصادي كارونو څخه هركلى كړى او ويلي يې دي چې د سوداګرۍ په برخه كې د ښځو ونډه د پخوا په پرتله د پام وړ زياته شوې ده.

د يادې خونې د صنايعو د صادراتو پراختيا مسوول مير زمان پوپل وايي، سوداګرې ښځې په بېلابېلو برخو كې فعاليت لري او فعاليتونه يې هم د پام وړ دي.

د هغه په وينا، كه چېرې د ښځو لپاره هم د نارينه وو په څېر زمينه برابره شي، نو هغوى به هم د نارينه وو په څېر د هېواد د اقتصاد په پراختيا كې ونډه واخلي.

له ۲۰۰۱ كال راپدېخوا د ښځو لپاره زيات كاري فرصتونه برابر شوي، خو لا هم زموږ هېواد د ښځو د زده كړو او د هغوى د كار موندنې په برخه كې له زياتو ستونزو سره مخ دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA