ads

د هند او پاکستان د لومړي وزيرانو تر منځ خبرو کشميري ګوندونه مايوسه کړي

د روسيې په اوفای ښار کې پرون د هند او پاکستان د لومړي وزيرانو تر منځ خبرو کشميري ګوندونه مايوسه کړي دي. د کشمير د حريت ګوند مشر سيد علي ګيلاني ويلي، ښه به وو، ترڅو د هند او پاکستان سيالو مشرانو تر منځ خبرو کې د کشمير مسئله هم ياده شوې وای. د روسيې […]

نویسنده: TKG
20 چنګاښ 1394
د هند او پاکستان د لومړي وزيرانو تر منځ خبرو کشميري ګوندونه مايوسه کړي

د روسيې په اوفای ښار کې پرون د هند او پاکستان د لومړي وزيرانو تر منځ خبرو کشميري ګوندونه مايوسه کړي دي. د کشمير د حريت ګوند مشر سيد علي ګيلاني ويلي، ښه به وو، ترڅو د هند او پاکستان سيالو مشرانو تر منځ خبرو کې د کشمير مسئله هم ياده شوې وای.

د روسيې په اوفای ښار کې پرون د هند او پاکستان د لومړي وزيرانو تر منځ خبرو کشميري ګوندونه مايوسه کړي دي.

د کشمير د حريت ګوند مشر سيد علي ګيلاني ويلي، ښه به وو، ترڅو د هند او پاکستان سيالو مشرانو تر منځ خبرو کې د کشمير مسئله هم ياده شوې وای.

په همدې حال کې د کشمير د يو بل سياسي ګوند مشر ياسين ملک هم ويلي، چې دا عمل د کشميريانو پر ټپونو د مالګې دوړول دي.

د هغه په وينا، تمه يې هم نه کېده، چې نواز شريف او نرېندرا مودي دې د کشمير پر لانجمنه سيمه وغږېږي.

پرون د شانګهای غونډې په څنډه کې د روسيې اوفای ښار کې د هند او پاکستان لومړي وزيرانو اوږدې خبرې وکړې او په دې يې هوکړه وکړه، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه به په هند کې د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو تر منځ يوه غونډه جوړه شي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA