په جنوبي کوريا کې د مېرس په نوم ويروسي ناروغۍ له کبله د يو بل تن تر مړينې وروسته په دغه هېواد کې د مړو شويو ناروغانو شمېر۳۶ ته ورسېد. په داسې حال کې، چې له تېرو لسو ورځو په دغه هېواد کې په مېرس ناروغۍ د کوم شخص د اخته کېدو رپوټونه نه وو،ورکړل شوي،خو دې تازه مړينې يو
په جنوبي کوريا کې د مېرس په نوم ويروسي ناروغۍ له کبله د يو بل تن تر مړينې وروسته په دغه هېواد کې د مړو شويو ناروغانو شمېر۳۶ ته ورسېد.
په داسې حال کې، چې له تېرو لسو ورځو په دغه هېواد کې په مېرس ناروغۍ د کوم شخص د اخته کېدو رپوټونه نه وو،ورکړل شوي،خو دې تازه مړينې يو ځل بيا د روغتيا پالانو اندېښنې راپارولې دي.
د جنوبي کوريا د روغتيا وزارت چارواکو ويلي، يو تن، چې د سرطان په ناروغۍ هم اخته شوی و،په روغتون کې د مېرس ناروغۍ له کپله ساه ورکړې ده.
جنوبي کوريا منلې،چې د دې ناروغۍ د کنټرول په هدفيې په ځنډ ګامونه پورته کړي،چې له کبله يې دغه ناروغي مخ په خپرېدو ده.
د مېرس ويروسي ناروغي په ۲۰۱۲ کال کې په لومړي ځل په سعودي عربستان کې وموندل شوه،چې لسګونه کسان يې د مړينې تر کچې ورسول.
د جنوبي کوريا چارواکي وايي، هېواد ته يې له منځني ختيځ څخه يوې مېرمنې دغه ناروغي انتقال کړې ده
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

