د پکتيا مرکز ګردېز لويديځې څنډې ته دوه کليو تر ۱۸ کاله دعوو او لانجو وروسته سره سوله وکړه. دې لانجې کلونه، کلونه د خطابې او ارجال خېلو کليو اوسېدونکي وربړول او د ځمکې له قيمته لوړ لګښتونه يې د دعوا په ګټلو وکړل، خو د ۱۸ کلونو په بهیر کې هېڅ لوری بريالی نه شو چې مقصد ته ورسېږي.
د پکتيا مرکز ګردېز لويديځې څنډې ته دوه کليو تر ۱۸ کاله دعوو او لانجو وروسته سره سوله وکړه. دې لانجې کلونه، کلونه د خطابې او ارجال خېلو کليو اوسېدونکي وربړول او د ځمکې له قيمته لوړ لګښتونه يې د دعوا په ګټلو وکړل، خو د ۱۸ کلونو په بهیر کې هېڅ لوری بريالی نه شو چې مقصد ته ورسېږي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، لانجه دومره شدیده شوې وه چې دواړه لوري جنګ ته اماده او یو بل سنګرونه نیولي وو، خو بالاخره د قومي مخورو د اخلاص اوبه وي چې د جنګ په سکروټو تويې شوې او لانجه یې د نښتې له پېښېدو وړاندې اواره کړه. اوس دواړه لوري د لانجې په اواري خورا ډېر خوښ دي او وايي چې خلک بايد له دا ډول لانجو او شخړو ځانونه خوندي وساتي.
د ګردېز ښار اړوند د ارجال خېلو خطابې کلي لانجه د نورو مشرانو په همکارۍ څلورو تنو هر یو معلم شېراحمد، حاجي ګله الدين، ملک نورالدين او حاجي افاق پای ته رسولې ده. حاجي حبيب الله د ګردېز ښار د خطابې کلي اوسېدونکی دی، نوموړی د لانجمنې ځمکې په باره کې وايي چې ۱۸ کاله وړاندې یې د نږدې ۱۴۰جرېبه ځمکې پر سر له بل نږدې کلي ارجال خېلو سره لانجه کړې. د خطابې سيمه د ګردېز ښار لويديځې څنډې ته په نږدې پنځه کيلومترۍ کې پرته ده. دلته يوازې خټينې کلاګانې موجودې دي او ځمکه يې تر ډېره کرنيزه ده. د خطابې په کلي کې پر کرنيزو ځمکو د شوتلو، رشقو او غنمو ترڅنګ د مڼو، انګورو او زردالو د باغونو حاصلات هم د پام وړ دي. په تېرو ۱۸ کلونو کې له همدې ۱۴۰ جرېبه ځمکې څخه هېڅ لوري سمه استفاده ونه کړه. د قوم مخور لا دا هم وايي چې د لانجې په اوږدو کې د دې ځمکې يوه برخه د دعوا د ګټلو په خاطر دواړو لوريو خرڅه کړې ده. لانجمنه ځمکه شاوخوا ۱۴۰ جرېبه ده چې د پرېکړې پر اساس ۱۰۵ جرېبه ځمکه د ارجال خېلو او پاتې څه د پاسه ۳۵ جرېبه ځمکه د خطابې کلي د اوسېدونکو ملکيت ګرځېدلې ده.
د قضیې اواری
د ګردېز ښار قومي مخور وايي چې لانجه يې په اسانۍ او سوله یيز ډول د کم وخت په تېرېدو اواره کړې ده. استاد شېراحمد د همدې لانجې له څلورو جرګه مارو څخه يو دی، نوموړی د اوارې شوې لانجې په باره کې وايي:(( موږ لومړی له دواړو لوريو پنځوس لکه افغانۍ برمته واخسته، له هغه وروسته مو د جرګې د مشورو پر اساس پرېکړه وکړه، کله چې دواړو لوريو پرېکړه ومنله، موږ برمته دوباره دواړو لوريو ته وسپارله.))
د لانجې ښکېل لوري هم په دې خوښ دي چې قومي مخورو يې اوږدمهاله مشکل د کمو ورځو په اوږدو کې ور اوار کړی. د ارجال خېلو کلي قومي مخور وايي چې په دې لانجه يې کلونه کلونه واوښتل، خو بيا هم په حکومت کې اواره نه شوه. د ارجال خېلو کلي مشر حاجي غلام محمد وايي:(( سپين ږيري ښه پرېکړه کوي ژر مسئله اواروي، زموږ دغه لانجه يې په شلو ورځو کې اواره کړه، له قومي مخورو موږ ډېر خوشحاله يو، دواړه لوريو مشرانو د جرګې په پرېکړه ګوتې ولګولې او دې لانجې د تل لپاره پای وموند.))
د خطابې کلي مشر حاجي حبيب هم د قومي مشرانو په وروستۍ پرېکړه خوشحاله دی او وايي چې کلونه، کلونه ستړيا يې پای وموند:(( موږ نږدې ۱۸ کاله يو له بل سره لانجه وکړه، خو په پای کې مو اواری قومي مخورو راوکړ.))
حاجي افاق چې د معلم شېراحمد، ملک نورالدين او حاجي ګله الدين ترڅنګ د دغې لانجې په اواري کې برخه لرلې، وايي خلک ستړي شوي وو او له کلونو کلونو جنجالونو وروسته يې دوی ته لانجمنه مسئله وړاندې او قومي مخورو هم د لانجې په اواري کې بشپړ اخلاص وکړ:((هغه ځمکه چې ارجال خېلو او د خطابې کلي اوسېدونکو پرې لانجه کوله، همدومره ځمکه دواړو لوريو د دعوا د ګټلو لپاره خرڅه کړې وه.)) دې زیاتوي:(( موږ له دواړو لوريو واک واخست او له هغه وروسته مو اسنادو ته په کتو پرېکړه وکړه.)) حاجي افاق وايي، په وروستۍ پرېکړه کې د لانجمنې ځمکې ۱۰۵ جرېبه د ارجال خېلو او پاتې يې د خطابې کلي د اوسېدونکو شوه: ((موږ دا لانجه په سوله یيز ډول پای ته ورسوله، يوازې د يو لوري د ملکيت اندازه په وروستۍ پرېکړه کې معلومه ده، د دويم لوري(خطابې يا په بله وينا د صادقي کلا د اوسېدونکو) ځمکه په دقيق ډول معلومه نه ده، خو څه دپاسه ۳۵ جرېبه به وي، خو هغه لوری يې معلوم دی او د بېلتون کرښه يې واضح شوې ده.))
حکومتي هڅې
د ملکيتونو پر سر د راولاړيو شويو ستونزو د اواري لپاره يوازې قومي جرګې بسنه نه کوي، بلکې حکومت مسووليت لري چې د ملکيتونو پر سر راولاړې شوې ستونزې په خپل وخت اوارې کړي. د هېواد په جنوب ختيځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د سيمه یيز دفتر مشر پوهنيار نوراحمد شهيم وايي چې د حکومت د کمزورۍ له کبله په لويه کچه حکومتي او شخصي ځمکې غصبېږي؛ نو د دې ملکيتونو د ثابتېدو مسووليت تر ډېره حکومت ته راجع کېږي. نوموړی وړاندې وايي:((متاسفانه د مطبوعاتو له لارې خبرېږو، چې د حکومت د کمزورۍ له کبله دولتي ځمکې غصب شوې او همدارنګه خلکو هم يو د بل ځمکې لاندې کړې دي، خو په قانون کې واضح دي چې د دولت ځمکې بايد وساتل شي او همدارنګه د ولسي خلکو ځمکې هم بايد حکومت وساتي.))
خو د پکتيا د استيناف محکمې رئيس قضاوتپوه عزيزالله سهاک وايي چې د پخوا په پرتله د خلکو ستونزو ته زياته توجه کېږي او هغه ستونزې چې ولسي خلک ورسره مخامخ دي، دوی يې د اواري لپاره د وس تر بريده د قانون په چوکاټ کې هڅه کوي. خو نوموړی وړاندې وايي:((مسايل د قانوني مراحلو د طی کولو پر اساس يو څه ځنډېږي ځکه هغه مراحل چې يوه حقوقي مسئله يې بايد طی کړي، وخت نيسي؛ نور موږ نهايي کوښښ کوو چې د ملکيتونو پر سر لانجې له قانوني پلوه ژر اواري کړو.)) د پکتيا د استيناف محکمې رئيس وايي چې په تېر کې یې څه دپاسه ۳۰۰ حقوقي مسئلې اوارې کړې چې ښکېلې خواوې پرې خوشحاله دي. قومي مخور استاد شېراحمد بیا وايي چې په ګردېز کې اکثريت لانجې د قومي جرګو پر اساس اوارې شوې او داسې لانجې هم قومي مخورو اوارې کړې چې عدلي او قضائیه بنسټونو پرې کلونه کلونه اړولي وو.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي بيا وايي، دوی هڅه کوي چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن راکم او د قانون حاکمیت ته لاره خلاصه شي:(( زموږ تعقيب او ټينګار په دې وي چې خلک ناراضه نه شي. په پوليسي ځواک، عدليه او قضائيه ارګانونو مو هر وخت ټينګار کړی چې له انصاف او شفافيته کار واخلي.))
عبرت
د ګردېز ښار اوسېدونکي وايي چې د ۱۸ کلنې لانجې په اوږدو کې يې په لويه کچه تاوانونه کړي، نږدې هره ورځ به په حکومتي ادارو کې ترې پيسې اخستل کېدې او تر څنګ يې د لانجې ښکېلو لوريو د لانجې د پر مخ بيولو لپاره څلور څلور تنه ګمارلي وو چې لانجه په حکومتي ادارو کې تعقيب کړي. دوی وايي، د ځمکې له قيمته زيات لګښتونه يې د ځمکې پر دعوه شوي دي” نو په کار دا وه چې د لانجې په پيل کې يې قومي جرګو ته غاړه ايښې وای او دا لانجه يې په سوله یيز ډول اواره کړې وای.
د ګردېز ښار اوسېدونکی د ګڼو لانجو اواروونکی قومي مخور استاد شېراحمدی وايي، اکثريت خلک تر هغه لانجې پر مخ وړي چې تر کومه هر څه په کې وبايلي، بيا له هغه وروسته د سولې لاره غوره کوي؛ نو په کار دا ده چې د لانجې په پيل کې يوه داسې لاره غوره کړي چې دواړه لوري له لګښتونو بې غمه شي. دی په دې اړه وايي:(( زموږ خلک سرزوري کوي، هر کله يې چې په لانجه کې هر څه وبايلل، بيا قومي جرګې او يا د حل بلې لارې ته غاړه ږدي.)) حاجي غلام محمد چې له لانجو او دعوو ستړی شوی، وايي هر چا چې د ملکيتونو پر سر لانجه کړې، له اصلي ځمکې يا بل څه يې څو ځله زيات تاوانونه کړي دي. هغه وايي:((موږ له قومي مخورو ډېر خوشحاله يو چې زموږ لانجه يې په خوښۍ اواره کړه، موږ له نورو خلکو هم غواړو چې ورته لانجې په سوله یيز ډول اوارې کړي ځکه په دې هېواد کې چې لانجې څومره اوږدېږي، هومره تاوانونه لري.))
د پام وړ ده چې د ګردېز قومي مخورو شورا يوازې د ارجال خېلو او خطابې کليو تر منځ څو کلنه لانجه د څو ورځو په اوږدو کې په سوله یيز ډول نه ده اواره کړې، بلکې لسګونه داسې شخړې او لانجې چې کلونه کلونه پرې اوښتي وو، اوارې کړې دي.
یادونه: دا دی کلید په یوه بل نوښت لاس پورې کړی. کلید اوس هغه پېښې څېړي او راپورونه پرې جوړوي چې ښيي سوله او عدم تشدد په هېواد کې ممکن دی. په سلګونه قضیو کې دا واقعیت لیدل کېږي. د سولې او عدم تشدد دا راپورونه پر کلید او مرسل اوونیزو سربېره د کلید ګروپ د ټولو راډیوګانو له لارې په غږیزه بڼه هم خپرېږي. کوم راپور مو چې ولوست د دغې لړۍ شپاړسم راپور دی چې خپور شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


