په افغانستان کې د داعش د پلویانو حضور او ګواښ ایران او د شانګهای غړي هيوادونه سخت اندېښمن کړي دي. داسې ښکاري چې روانه اوونۍ د شانګهای په سرمشريزه کې دغه ګواښ یو له اساسي بحثونو څخه وي.
په افغانستان کې د داعش د پلویانو حضور او ګواښ ایران او د شانګهای غړي هيوادونه سخت اندېښمن کړي دي. داسې ښکاري چې روانه اوونۍ د شانګهای په سرمشريزه کې دغه ګواښ یو له اساسي بحثونو څخه وي.
د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر چینګ ګیوپینګ د سرمشريزې په درشل کې خبریالانو ته ويلي چې د اسلامي دولت یا داعش د تروریستي ډلې د اغېزو د خپرېدو له کبله؛ اوس افغانستان له ناڅرګند امنیتي حالت سره مخامخ دی.
د ګيوپينګ د څرګندونو په بنسټ د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړیو هېوادونو مشران به پر دې ډېر تمرکز کوي چې د افغانستان حالاتو ته په څه ډول ځواب ووايي.
افغانستان د شانګهای سازمان څارونکو هیوادونو کې راځي چې هڅه به کوي په دې سرمشریزه کې بشپړ غړیتوب يې ترلاسه کړي.
په دې سازمان کې د سیمې په کچه ډېر غښتلي هیوادونه لکه روسیه، چين، ایران، هند او پاکستان اصلي او ناظر غړیتوب لري، چې له ډلې يې یو شمېر هیوادونه د افغانستان په روانه کشاله کې یو ډول ښکېل هم دي.
له هغه راهیسې چې افغان دولت په افغانستان کې د داعش ډلې د پلویانو د راڅرګندېدو اندېښنه کړې، د سیمې په کچه ګڼ هیوادونه سخت په اندېښنه کې پرېوتي او تر خپلو پولو د ګواښ د مخنیوي په لټه کې يې دي.
په لومړيو کې د افغانستان په نارامه جنوبي ولایت هلمند کې د داعش ډلې د پلویانو د راڅرګندېدو خبره وشوه، بیا په فراه، زابل، ننګرهار او شمېر نورو سیمو کې د دې ګواښ د ډېرېدو اندېښنه څرګنده شوه.
داعش په افغانستان کې له راڅرګندېدو سره د دولت د مخالفو طالب وسله والو له مخالفت او جګړو سره مخ شو. ویل کېږي چې همدا اوس د ننګرهار په څو سیمو کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي او تر یو ځایه په دې جګړو کې د داعش د شاته تګ خبرې هم کېږي.
افغانستان ته د یو ګواښ په توګه د داعش له رامنځته کېدو سره، د افغان دولت د مخالف طالب وسله والو په جګړه ييز تکتیک کې بدلون رامنځته شو. پخوا طالبانو تر ډېره پر ځانمرګو بریدونو او د سړک غاړې پر بمي چاودنو اتکا کوله، خو اوس يې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې جبهه يي جګړو ته مخه کړې. په دې جګړو کې څو ځلې ځينې ولسوالۍ حتی لاس په لاس هم شوې او په پراخه کچه يې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې رامنځته کړې. د همدې اندېښنو په ترڅ کې یوه بله اندېښنه هم راپيدا شوه. له تېرو اتلس ورځو راهيسې د پکتيا په څمکنیو ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او د دولت د مخالفو وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده. د جګړې له لیکو یو شمېر سرتېرو رسنیو ته ويلي چې وضعیت ورته ډېر ناسم ښکاري. دغو سرتېرو ویلي دي چې وسله والو مخالفینو ته يې د هوا له لارې اکمالات کېږي او دوی نپوهېږي چې دا اکمالات ورته څوک کوي. یوه سرتېري ویلي چې پينځه ورځې مخکې چې د دوی عمليات شروع شي؛ د لواړي د ارګوړ په ساحه کې يوه طياره کوزه شوه خو دوی ته دا پته ونه لګېده چې دا د امريکايانو وه؛ که د پاکستانيانو، دغه الوتکې خپل تجهيزات مخالفانو ته وغورځول او بيا لاړله.
دا کاملا یوه نوې خبره ښکاري چې باید افغان چارواکي يې په اړه ډېر ژر څېړنې وکړي او په دې برخه کې هم د خپلو سرتېرو او هم د ولس اندېښنو ته ځواب ووايي.
په داسې حال کې چې د داعش او طالب وسله والو ګواښ ورځ تر بلې زیاتېږي، ډېری خلک په دې نظر دي چې د دې ګواښونو د له منځه وړلو لپاره بشپړ نړیوال او په تېره سیمه ييزو همکاریو ته اړتیا لیدل کېږي.
په افغانستان کې له داعش نه د سیمې د هیوادونو اندېښنه له دې کبله ده چې ښايي فعالیت يې یوازې تر افغانستان محدود پاتې نه او دوی هم په نښه کړای شي. ځکه داعش لومړی په عراق کې فعالیت پیل کړ او بیا په لنډ مهال کې يې نورو عربي هیوادونو ته مخ واړاوه.
شانګهای ښايي له همدې کبله داعش د ځان لپاره ګواښ بولي او غواړي چې د دغې پديدې په وړاندې تدبیر وسنجوي. خو په کار ده چې د دغې پديدې په وړاندې تېرې تجربې ونه کارول شي او د مهارولو لپاره يې ټول عوامل وڅېړل شي چې دغه ګواښ څنګه په افغانستان کې رامنځته شو، د چا له خوا رامنځته شو او مرستې او مهمات له کومه ځایه ورته رسېږي؟
که شانګهای پخپله دغه سرمشريزه کې حد اقل همدې پوښتنو ته هم ځواب وموند، کولای شي چې په لومړیو کې دغه ګواښ مهال کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

