د ايران او پنځه جمع يو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه تېره شپه پاى ته ورسېده. ايراني رسنيو ويلي، چې د بهرنيو چارو مرستيال وزيرانو غونډه به روانه وي، ترڅو د وروستۍ هوکړې په اړه يو توافق ته ورسېږي.
د ايران او پنځه جمع يو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه تېره شپه پاى ته ورسېده .
ايراني رسنيو ويلي، چې د بهرنيو چارو مرستيال وزيرانو غونډه به روانه وي، ترڅو د وروستۍ هوکړې په اړه يو توافق ته ورسېږي.
ټاکل شوې د ايران او پنځه جمع يو ډلې غړو تر منځ نن وروستۍ خبرې بيا پيل شي.
داسې اټکل دى، چې کومې نتيجې ته د نه رسېدو په صورت کې ښايي خبرې نورې هم وغځېږي.
د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنيسټ پرون له ايران سره د اټومي خبرو د بيا غځېدو احتمال رد نه کړ او زياته يې کړه، اټکل دى له ايران سره اټومي خبرې، چې نن يې وروستۍ ورځ ده؛ وغځول شي.
وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره د جولاى اوومه وروستى ضرب الاجل ټاکل شوى و، چې نن پاى ته رسېدونکى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

