د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې پرون په شل اوريزه تمريني لوبه كې، چې په سكاټلنډ كې ترسره شوه؛ جرسي ته ماتې وركړه. لوبه جرسي پيل كړه او افغانستان ته يې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۴۷ منډې هدف وټاكه، خو افغانستان دغه هدف په اتم اوور كې د خپلو ۲
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې پرون په شل اوريزه تمريني لوبه كې، چې په سكاټلنډ كې ترسره شوه؛ جرسي ته ماتې وركړه.
لوبه جرسي پيل كړه او افغانستان ته يې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۴۷ منډې هدف وټاكه، خو افغانستان دغه هدف په اتم اوور كې د خپلو ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او جرسي ته يې په اتو وېكټو ماتې وركړه.
ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن له هانګ كانګ سره تمريني لوبه ترسره كړي.
افغان لوبډلې د ۲۰۱۶ كال د كركټ ۲۰ اوريز جام لپاره ټاكنيزو سياليو كې له ګډون وړاندې تراوسه څلور تمريني لوبې كړي، يوه يې بايللې او درې يې ګټلې دي.
د كركټ ملي لوبډله به د ۲۰۱۶ كال د كركټ ۲۰ اوريز جام لپاره ټاكنيزو سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د راتلونكې پنجشنبې په ورځ له هالنډ سره ترسره كړي.
په دغو سياليو کې ١٤ لوبډلې برخه اخلي او په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، خو افغانستان په B ګروپ کې د متحده عربي اماراتو، هالنډ، سکاټلنډ، کاناډا، کينيا او عمان له لوبډلو سره لوبې لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


